د ایراني ټولنې فضا په دې ورځو کې د ښځو او نارینه وو د ملي پاڅون او د دغه ګاونډي هېواد په لارو کوڅو کې د ایرانیانو موجودیت د یوه بې ساري ټکر شاهده ده چې له بېلابېلو اړخونو د اروزنې وړ ده. مخکې له دې چې موضوع په بشپړه توګه وڅېړم، غواړم په دې یادښت کې څرګنده کړم، تر هغه چې زما حافظه راسره مرسته کوي او شته سرچینې دا ایجابوي، هڅه کوم چې یوه ژوره خړه کرښه تعقیب کړم، نه مطلق تور یا سپین. دا خبره باید له پیله روښانه وي.
د مهسا غورځنګ، چې په خپل هېواد کې یې ګڼ نومونه او مفکورې رامنځته کړې، لکه «ښځه، ژوند، آزادي»، کابو دوې میاشتې کېږي چې مهسا امیني د «گشت ارشاد» له خوا ووژل شوه یا په بله وینا د ښځو د حقوقو او آزادۍ په وړاندې د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام د څارنې ځواک پر ضد د ایران په کوڅو کې روان دی. دغه لاريونونه به په خپلو سختو او زورورو بريدونو سره هغه ځورونې، دیکتاتوري، استبدادي او سرکشۍ چې کلونه يې ايرانۍ مېرمنې ځپلط او د ایرانيو مېرمنو برخليک یې چې په هر ډول يرغمل کړی له منځه يوسي. یو ازادېدونکی، په ښځو متمرکز او ښځینه سېلاب چې پایله به یې نه یوازې د ایراني نارینه وو او ښځو پر برخلیک، بلکې د ټول منځني ختیځ او د ایران د ګاونډیو هېوادونو پر برخلیک هم اغېز وکړي.
په دویم ځل د طالبانو لاسونو ته د افغانستان د لوېدو او سقوط پر مهال، د ښځو د خوځښتونو او غورځنګونو بهیر پیل شوی چې د دوی لپاره دا وېروونکی او مظلومانه راتلونکی چې اوس پیل شوی او له پیله یې په اړه فکر کېده، په لارو کوڅو کې لاریونونه پیل کړل. هغه څه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په څلورمه د ښځو د ملاتړ غورځنګ په توګه د هرات د خلکو له مقاومت څخه پیل شول، بدخشان، بلخ او بامیان ته وغځېد او د کابل په واټونو کې یې د خپلو اساسي غوښتنو په څرګندولو پیل وکړ.
طالبانو ته د افغانستان له تسلیمېدو او بشپړ سقوط سره، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ وروسته، څو خوځښتونو خپل ځانونه په نیمه منظم ډول څرګند کړل. دغه ډلې کله هم له یو بل سره په همغږۍ او ګډو غوښتنو او کله هم په جلا توګه د خپلو حقونو د څرګندولو لپاره سړکونو ته راووتل. که څه هم د افغان مېرمنو خوځښتونه په بېلابېلو لارو او په ډېرو نومونو او شعارونو د مبارزې او غوښتنو ډګر ته داخل شول، خو یو شعار (ډوډۍ، کار، ازادي) د ښځو مرکزي او مشهور شعار ګرځېدلی. دا شعار په لومړي ځل د «افغانستان اعتراض کوونکو ښځو د خپلواکۍ غورځنګ» لخوا وړاندیز شوی و. بايد يادونه وشي چې په دغه غورځنګ کې ټولې هغه ښځې شاملې وې چې د غوښتنو لپاره کوڅو ته راوتلې وې، خو د ګڼو تشکیلاتو او ډلو په دوام کې یې د عمومي کیدو سره سره بیا هم د خپل نوم په توګه د «افغانستان اعتراض کوونکو ښځو د خپلواکۍ غورځنګ» نوم غوره کړ او فعالان یې تر همدې نوم لاندې بېلابېل فعالیتونه او لاریونونه کوي.
اوس به د دې يادښت د څلورو اساسي مسايلو په بيانولو سره په ايران او افغانستان کې د ښځو د لاريونونو پر مقایسه بحث وکړم. مسایل په لاندې ډول تشریح شوي:
• د ایراني او افغاني ښځو د غوښتنو یو د بل سره ورته والی او توپیر؛
• ولې نارینه له ایراني ښځو سره په مظاهرو کې برخه اخلي او په افغانستان کې د هغې برعکس، او په ایران او افغانستان کې د ښځو د خوځښتونو د شعارونو په وړاندې د ایراني او افغان نارینه وو نظر؛
• ولې د ایراني ښځو د اعتراضونو دوام، له سخت جبر او د هغوی د غوښتنو د انعکاس او په نړیوالو رسنیو او سیاسي ټولنو کې د هغوی د شتون او د افغان ښځو د خوځښتونو نه شتون او هغوی ته نه پاملرنه؛
• په ایران او افغانستان کې د ښځو د مبارزې پایله به څه وي او څه لاسته راوړنې به ولري؟
زما لومړی نظر د شعارونو په ورته والی او د محتوا په توپیر باندې متمرکز دی. په افغانستان کې «ډوډۍ، کار، ازادي» او په ایران کې «ښځه، ژوند، ازادي» د ښځو د متمرکزو مبارزو بېلګې دي چې دواړه په روښانه مشترک ډول د ازادۍ غوښتنه کوي. د آزادۍ لپاره د ښځو غوښتنه د ایراني او افغاني میرمنو د آزادۍ له منځه تلو او نه شتون څرګندونه کوي. په دغو دوو هېوادونو کې چې ګډ فرهنګ لري د ښځو د خوځښتونو او د ښځو د بنسټونو مشترک ټکی ازادي ده چې د دواړو هېوادونو د غوښتنو لفظي مشارکت پکې شامل دی. د ایران د ښځو مظاهرې او انقلابي غورځنګ په تیره بیا د ښځو په هکله نورو شعارونو او کلیمو ته ډیره پاملرنه کړې او هڅه یې کړې ده چې خپلې غوښتنې د ښځو په مسلو متمرکزې کړي. ښځه او ژوند چې د ایران د ښځو د غورځنګ په مرکزی شعار کښې د آزادۍ په سر کښې د د دغې ادعا ثبوت دی. په نورو شعارونو کې چې د ایران د ښځو د غورځنګ د مرکزي شعار لاندې ویل کېږي، د ښځو د غوښتنو څرنګوالی په ښه توګه درک کولای شي. د مثال په توګه، موږ کولی شو هغه شعار چې «نه پر سر، نه حجاب، عدالت او مساوات» د ښځو د غوښتنو بنسټ جوړوي. له بلې خوا د افغانستان د ښځو غورځنګ د ښځو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په دې نه دی توانیدلی چې د ښځو غوښتنې بنسټیزه بڼه خپله کړي او پر وړاندې یې ودریږي. د ډوډۍ غوښتنه، چې د کار له لارې د حلال رزق ترلاسه کولو حق دی، او کار، چې د کار د ترسره کولو لپاره د ځای شتون او د کار د موقف شتون او د معیشت لپاره ګټور فعالیت دی، کولی شي بلکې پدې توانیدلي دي چې د غوښتنو په توګه په پام کې ونیول شي، خو په اصل کې دا غوښتني د ښځو او ښځو د بنسټونو له غوښتنو سره هېڅ تړاو نه لري.
د «نجونو د زده کړې او د نجونو د ښوونځيو د پرانستلو» د حق غوښتنې، چې د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځيو د تړلو له ډېر وخت وروسته په افغانستان کې د ښځو د خوځښتونو له خوا په پام کې نيول شوې او غوښتنه شوې، حتی د يوې پياوړې او ګټورې غوښتنې په توګه خپل ځای نه دی موندلی. که څه هم دې غوښتنې په افغانستان کې دننه او بهر یو متحد غږ درلود. د «ډوډۍ، کار، ازادۍ» ترڅنګ چې د افغان ښځو د غورځنګ د شعار د تکمیلي برخې په توګه د ښځو له خوا وړاندیز شوی و، آن د هغې تلفظ ته هم لازمه پاملرنه نه ده شوې او سمون ندې پکې راغلی. د سیاسي مشارکت حق هم د یوه حق په توګه غوښتل کېدای شي، خو که موږ په بله کچه د ستونزې د شتون شاهدان نه وای او اوسنی وضعیت یې باید د منلو وړ وي.
د دواړو غورځنګونو په چلند کې بل بنسټیز توپیر دا دی چې د ایران د ښځو غورځنګ د مخاطبینو په مقابل کې غواړي چې د ایران د ټولو اوسیدونکو د سرنوشت او د رژیم د نسکورولو په غوښتنه ولاړ دی. له بلې خوا، د افغان ښځو غورځنګ په ناخبره او غیر مستقیم ډول داسې غوښتنې کوي، چې شته تسلط تایید کړي او په بشپړه توګه ورسره په ټکر کې نه وي.
بله مسله چې باید ورته پام وشي په دواړو هیوادونو کې د ښځو په لاریونونو کې د نارینه وو ګډون دی. د افغانستان په کوڅو کې د ښځو د مظاهرو په لومړیو ورځو کې یو اندازه نارینه هم په دغو حرکتونو کې راښکاره شول او مظاهرې، تبلیغات، خبرې او غوښتنې یې وکړې. كله چې د لاريونونو پر وړاندې زور زياتى زيات شو، هماغه څو سړي هم له لاريون كوونكو ښځو سره يو ځاى له سړکونو څخه ورک شول. له بلې خوا په ټول ایران کې د ښځو په اعتراضي غورځنګ کې چې واټونه یې د غوښتنو په سیمو بدل کړي دي، یوشمېر نارینه هم له ښځو سره ملګري دي او د ښځو د غوښتنو ملاتړ کوي. د دواړو هېوادونو د ښځو په احتجاجي خوځښتونو کې د نارینه وو د ګډون لوی او بنسټیز عامل د کلتوري ودې او د ټولنو د اوسېدونکو د فردي او ټولنیزې پوهاوي کچې ته اشاره کولای شو. خو د دې مسئلې د یوې بلې طبقې له څېړلو وروسته هم دې پایلې ته رسیږو چې افغان نارینه د ایراني نارینه وو برعکس د ښځو غوښتنې د ښځو غوښتنې ګڼي او په هغوی پورې اړه نه لري. په ایران کې خبره برعکس ده او ایراني نارینه د ښځو غوښتنې یوازې د ښځو غوښتنې نه ګڼي، بلکې د هغو د غوښتنې په خاطر ایراني ښځې د یوې مطلقي واکمنۍ او د نارینه پر بنسټ د مطلق واک پر وړاندې سر پورته کړی. په بل عبارت، دا د جنسیتي برابرۍ په مبارزه کې د نارینه وو فعال او موثر ګډون دی، چې د ښځو د بنسټیزو حقونو د غوښتلو دروند بار له هغوي د اوږو کم کړي او د ښځو لپاره د دغو حقونو د ترلاسه کولو قیمت یې را کموي. د سړيتوب دې ماډل ته د «alternative masculinity» د سړیتوب بديل هم ویل کېږي. له همدې امله د ښځو د بنسټیزو حقونو د غوښتلو لپاره د ښځو په لاریون کې د نارینه وو د نه ګډون یو له اصلي لاملونو څخه د بدیل نارینه نه شتون ګڼل کېدای شي.
دریمه مسله چې زه غواړم په ګوته یې کړم داده چې ولې د ایران د ښځو غورځنګ پراخ دی او دریځ یې په رسنیو او نړیوالو فورمونو کې په پراخه کچه موندل کېږي او برعکس د افغان میرمنو غورځنګ د غوښتنو او دریځ نشتوالی دی. لکه څنګه چې ما په پیل کې تشریح کړه، زه د تور یا سپینتوب په لټه کې نه یم. د لویدیځو رسنیو او د ایرانیانو له اعتراضیه غورځنګونو سره د نړیوالو اجماع یوه برخه د اسلامی جمهوریت تر کنټرول لاندې له ایران سره د لویدیځو حکومتونو د هماغه مخنیوی د شخړې سبب کیږی چې په عین حال کښې یوه ګټوره اجماع ګڼل کېږي او په اصل کې د دې سبب نه دي چې لوېدیځې ټولنې به د ختیځو هېوادونو په تېره بیا د ایران او افغانستان په شان هېوادونو دغو غوښتنو ته په رښتینې توګه پام کوي. هماغه حکومتونه او مجلسونه چې په خپلو بندیزونو سره یې د ایرانیانو پر سینه ډبره کیښوده او د ۳۵ میلیونه وګړو افغانستان یې له شل کلن وجود وروسته د طالبانو لاس ته وغورځولو. له دغه غورځنګ سره د لويديځوالو پيوستون ته بايد د شک په سترګه وکتل شي ځکه چې دا د اسلامي جمهوريت د جبر ماشين د مظاهره چيانو په لور اړولی شي. خو له بلې خوا د بهر میشتو ایرانیانو غږ، د ایران دننه د احتجاجي غورځنګ سره د جلاوطنه ایرانیانو د احساساتي یووالي او معنی لرونکي دریځ له امله دی. د هغه څه یوه برخه چې نن ورځ په رسنیو او نړیوالو ټولنو کې په ایران کې د اوسنیو مظاهرو په تړاو روان دي او د حقایقو او ازادۍ په اړه یې وجدانونه نور هم اندیښمن کړي دي او له ایرانیانو سره مرسته کوي، دا د هغو ایرانیانو د زړورتیا او درک محصول دی چې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي. په هر حالت کې، ایران اوس هم د نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه د لویدیځوالو لپاره د هر دلیل لپاره مهم دی؛ خو افغانستان په دې کچه او مقام کې نه دی پاتې شوی. زموږ هېوادوالو دومره اتحاد او توان نه دی پيدا کړی چې د ټولني داخلي غوښتنو د پوره کولو توان ولري او نه هم په هېواد کې کوم خوځښتونه د دوی غوښتنو ته په کافي اندازه ولاړ دي. د نړیوالې ټولنې کیسه روښانه ده. په دې ورځو کې په ایران کې پاڅون د ځانونو په قیمت سره د لاريون کوونکو اساسي غوښتنو ته رنګ او خوشحالي ورکوي؛ هغه څه چې موږ یې په افغانستان کې برعکس انځور ګورو. د اسلامی جمهوریت تر چت لاندې د ایرانیانو له پوهاوی سره د څلویښتو کلونو تجربه بې له شکه یو له مهمو لاملونو څخه ده؛ خو د څلویښت کلنې جګړې او یرغمل نیونې تجربې نه دي توانیدلي چې موږ جدي دریځ ته راوبولي.
په پای کې به دا یادونه په دې ټکي سره پای ته ورسوم چې په ایران او افغانستان کې د اعتراضي خوځښتونو لړۍ به کوم ځای ته ورسېږي. له هر ډول وړاندویني مخکې، د احتجاجي حرکتونو د کار په پایله کې د احتمال په خوندي کولو سره، دې نتیجې ته رسېږو چې په دواړو هېوادونو کې د موجوده رژیمونو د ماتولو او پرې برلاسي کیدلو په جګړه کې میرمنې د کامیابی یوه برخه دي هغه که نن یا صبا ده خو د میرمنو د رول څخه انکار نشی کیدلی. خو په ایران کې بریا به د ټولنې د ټولو طبقو په ملاتړ سره د ښځو د غوښتنو او مسلو پر بنسټ وي. برعکس، په افغانستان کې، چې هغه ورځې ته ورسیږو، بریا به د خلکو د غوښتنو پر بنسټ وي، چې له بریا وروسته دوره کې به د ښځو ونډه لا هم نامعلومه او له لاسه وتلي وي. په عربي پسرلي کې د ښځو د کار پایلې او د عرب پسرلي له بریا وروسته بېلګه له تاریخ څخه معلومه ده چې د عمومي غوښتنو ترڅنګ د مشخصو غوښتنو نشتوالی کولای شي له بریا وروسته دریځ له منځه یوسي، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره. د وطن د ابادۍ او سرلوړۍ په هیله!