د سولې او امنیت لپاره د ښځو کاري ډله: افغان ښځې باید د دوحې په غونډه کې ګډون ولري

۸صبح، کابل: د سولې او امنیت لپاره د ښځو کاري ډلې موسسې د دوحې د غونډې په درشل کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوترشه غوښتي، چې په دوحه کې د دغه سازمان د غونډې په پرېکړو کې باید د افغان ښځو استازي ګډون ولري.
دغه موسسې د چهارشنبې په ورځ، د غويي په ۶مه، د ملګرو ملتونو سرمنشي ته په یوه لیک کې ویلي دي، چې افغانستان پر یوه دوه لارې ولاړ دی او دا سازمان کولای شي د هېواد د راتلونکې په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو لپاره مهم رول ولوبوي.
د سولې او امنیت لپاره د ښځو د کاري ډلې د انسټیټیوټ په لیک کې انټونیو ګوترش ته په خطاب کې لیکل شوي دي: «موږ له تاسو غواړو چې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو غونډه چې ټاکل شوې، د مې په لومړۍ او دویمه د قطر په دوحه کې جوړه شي، د افغان ښځو، د ښځو د مشرانو، د بشري حقونو د مدافعانو، د سولې دفعالانو او د مدني ټولنو د استازو د ګډون په اړه ډاډ ترلاسه کړئ.»
د سولې او امنیت لپاره د ښځو کاري ډلې ټینګار کړی چې د دوحې په غونډه کې به د ښځو له حضور پرته هره پرېکړه نامشروع وي.
په دغه لیک کې خبرداری ورکړی شوی: «که افغان ښځې په دې حساس وخت کې د تصمیم نیولو په مهمو بهیرونو کې استازیتوب او سیاسي ملاتړ ونه لري، د خپل هیواد په راتلونکي کې به ویلو ته څه ونه لري او د هغوی ردېدل راتلونکي تاوتریخوالي ته لاره هواروي.»
دغه بنسټ دغه راز پر ملګرو ملتونو او نړیوالو لوبغاړو غږ کړی چې له طالبانو خپلو غوښتنو ته دوام ورکړي څو ژر تر ژره او له کوم شرطه پرته هغه بندیزونه لېرې کړي چې د افغان ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.
د سولې او امنیت لپاره د ښځو د کاري ډلې په وینا، د بشري حقونو او جنسیتي برابرۍ د ساتنې په برخه کې د خپلو نړیوالو مکلفیتونو په پلي کولو کې د نړیوالې ټولنې پاتې راتلل به نه یوازې د افغان ښځو لپاره مستقیمې او ناوړه پایلې ولري، بلکې په ټوله نړۍ کې به په نورو نښتو او ناورینونو کې د ښځو حقونو ته د پاملرنې د څرنګوالي په برخه کې خطرناکه مخینه جوړه کړي.
ملګرو ملتونو تر اوسه په دوحه کې د دغه سازمان په راتلونکې غونډه کې د افغان ښځو د استازو د حضور یا نه حضور په اړه څه نه دي ویلي.
دغې ډلې په داسې حال کې د دوحې په غونډه کې د ښځو د حضور غوښتنه کړې، چې د بشري حقونو د څار د ادارې د ښځو د څانګې مشرې تر دې مخکې ویلي وو، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې به د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغان ښځو له ادرسه کومه ښځه ګډون ونه لري.