غزني کې د غازي امان الله خان ماڼۍ کارونه په بشپړېدو دي

محمد عزيز پردېس

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ کې د غازي امان الله خان  ماڼۍ د بیارغولو چارې بشپړې شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ياده ماڼۍ د ملي پراختیا شرکت له لوري رغول کیږي چې مالي لګښت یې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې له خوا ورکول کیږي.

د غازي امان الله خان ماڼۍ د اماني دورې له ماڼیو ده چې د تېرو جګړو پر مهال ویجاړه شوې وه او اوس يې د بیارغونې کارونه د بشپړېدو په حال کې دي چې ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تاریخ پوهان وايي د دې ماڼۍ د بنسټ ډبره په ۱۳۰۵ لېږديز لمريز کال کې ايښودل شوې او د د رغولو چارې یې د غازي امان الله خان په ځانګړي سپارښتنه او لارښوونه د وخت د نوموتو معمارانو له خوا سرته رسېدلي دي.

دغه ماڼۍ غازي امان الله خان د خپلې واکمنۍ  په وخت کې جوړه کړې وه او کندهار ته د تګ راتګ پر مهال يې دې ماڼۍ کې دمه کوله او هلته به يې د خلکو ستونزې له نږدې څخه اورېدلې.

ورته لیکنې

Back to top button