نړیوال بانګ: ناڅرګند سیاسي او امنیتي برخلیک د افغانستان د اقتصادي ودې بهیر پڅ کړی دی

م. ظ. صمیم

نړیوال بانګ د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې امنیتي، سیاسي ننګونو او د افغانستان د اقتصادي ودې بهیر لپاره د نړیوالو مرستو د کمښت احتمال چې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله رامنځته شوی و دا بهیر یې غړند کړی دی. نړیوال بانګ اټکل کړی چې افغانستان به په ۲۰۲۱ کال کې یوه سلنه اقتصادي وده ولري او په ۲۰۲۲ کال کې په هغه صورت کې چې کووېد نولس ناروغي کمه شي ښايي د ودې دا کچه درې سلنې ته زیاته شي.
د نړیوال بانګ په رپوټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې د وګړو د شمېر د زیاتوالي له امله، لیرې ښکاري چې تر ۲۰۲۵ کال پورې د سړي سر عاید د کورونا ویروس له خپرېدو مخکې وخت په شان شي.
د اقتصادي ودې په اړه دغه راپور د وري په شپاړسمه نېټه خپور شو. نړیوال بانګ په دغه رپوټ کې جوته کړې چې د ۲۰۲۰ کال په بهیر کې په افغانستان کې د کرنې برخې ډېره وده تر یوه بریده د اقتصادي ثبات لامل شوه. له بلې خوا، د نړیوال بانګ د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د افغانستان اقتصادي وده کابو دوه سلنه کمه شوې چې د تېرو اټکلونو په پرتله کمه وه.
نړیوال بانګ وایي چې قرنطین، د پانګونو د کچې کمښت او د سوداګرۍ په بهیر کې خنډونو د خدماتو او صنایعو برخو ته درانه ګوذارونه ورکړي چې په ښارونو کې د اقتصادي ستونزو او وزګارۍ لامل شوي دي.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانګ د دفتر رییس هینري کرالي وېلي: «د افغانستان ناڅرګند سیاسي او امنیتي وضعیت د دې لامل شوی چې د هېواد اقتصاد په سختۍ سره د کووېډ نولس ناروغۍ له ناوړه اغېزو راووځي. د اقتصادي وضعیت د ښه کولو پڅوالی په دې مانا دی چې د وزګارۍ کچه لوړه، د دولت عواید کم او د افغانانو د ژوندانه شرایط لاستونزمن شي.»
د نړیوال بانګ په رپوټ کې همداراز راغلي چې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت بشپړ ښه والی به ډېر له ننګونو ډک وي؛ ځکه زیات شمېر کارخونې او شرکتونه تړلي دي او ډېری کاروبارونه له منځه تللي دي.
دغه بانګ ویلي چې د ناوړه امنیتي شرایطو او د سولې مذاکراتو د پایلو، د بهرنیو ځواکونو احتمالي وتلو او د نړیوالو مرستو د زیات کمښت په اړه د اندېښنو له امله پر وضعیت د خصوصي برخې باور ډېر کم شوی دی.
نړیوال بانګ اټکل کړی چې افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې له وچکالۍ سره مخامخ کېږي چې دا چاره هم د کرنیزو فعالیتونو د کمېدو لامل کېږي او د هېواد د اقتصادي ودې د کمښت بل لامل شوی دی. له بلې خوا، نړیوال بانګ پر ستونزو د برلاسه کېدو لپاره، د افغان دولت او نړیوالو ملاتړو ترمنځ یې پر پياوړې او دوامداره همکارۍ ټینګار کړی دی.
د نړیوال بانګ په رپوټ کې راغلي: «افغان دولت باید د حکومتولۍ وضعیت د ښه کېدو، اصلاحاتو د عملي کولو، له فساد سره د مبارزې، د عوایدو د راټولولو او سوداګرۍ د پياوړتیا د پراختیا لپاره کار وکړي. په عین حال کې، مالي او نړیوال ملاتړي هم کولی شي د دوامداره او څو کلنو مرستو په ژمنې او د اصلاحي لومړیتوبونو په اړه هوکړه چې د مالي ملاتړ د دوام لامل کېږي د خصوصي برخې ترمنځ د بیا باور په رامنځته کولو کې اساسي رول ولوبوي.»
د یادولو وړ ده چې د افغانستان اقتصادي رپوټ د سویلي آسیا د اقتصادي پراختیا د راپور یوه برخه ده چې په کال کې دوه ځله د نړیوال بانګ له خوا خپرېږي. په دې راپور کې ددغې سیمې اقتصادي بدلونونه، لرلید او ننګونې ارزول کېږي.

Back to top button