۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وایي، ماشومان له تبعیض پرته د ژوند کولو حق لري.
یونیسف دغه څرګندونې د نوامبر د په ۲۰مه «د ماشومانو د نړۍوالې ورځې» په مناسبت پر ټولنیزه پاڼه لیکلي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق لیکي: «راځئ ډاډ ترلاسه کړو چې هر ماشوم د خپل حق د خوندیتوب احساس کوي، په هر ځاى کې د هر ماشوم د حقونو د خوندي کېدو لپاره باید ژمن اوسو.»
د ماشومانو نړۍواله ورځ په داسې حال کې په ټوله نړۍ کې د «له ماشومانو څخه د ملاتړ او لاسنیوي» په شعار سره نمانځل کېږي چې په افغانستان کې ميليونونه ماشومان له لوږې، قحطۍ او نورو ډېرو ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اعلان کړی و چې په افغانستان کې شاوخوا ۸.۷ میلیونه ماشومان د پوهنې په برخه کې مرستو ته اړتیا لري. د دغه بنسټ په وینا په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر هم اوه سلنه زیات شوی دی.
سربېره پر دې، په افغانستان کې په داسې حال کې چې هلکان ښوونځي ته ځي، طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړي او دې کار د میندو او پلرونو اندېښنې راپارولي دي.
په ۱۹۸۹ کې، د ماشومانو د حقونو د ساتنې لپاره، د ملګرو ملتونو له خوا د ماشومانو د حقونو کنوانسیون تاسیس شو.
که څه هم افغانستان دغه کنوانسیون لاسلیک کړی، خو په تېرو کلونو کې د جګړې پر مهال د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونې سربېره، تر دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو تړل د دغه کنوانسیون تر ټولو ستره سرغړونه بلل کېږي.