د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ؛ طبیعت مو کور ته را وبلئ

لیکنه: شمیم فروتن، ژباړه: وحید هوتک

د غبرګولي ۱۵مه د چاپېریال ساتنې نړیواله ورځ ده. ارواپوهان وایي، هغه څوک چې په خپل شاوخوا چاپېریال کې ګلان او بوټي کري، د نورو په پرتله خوښ او نرم زړي دي. دغه خوښي چې ژوند یې چاپېریالي وږم پوښلی، د عبدالرحمن دیدار په څېره کې له ورایه ښکاري. هغه له کلونو راهيسې له ګلانو او بوټو سره ژوند کړی، د خپل چاپېریال باغچه یې په بېلابېلو ښایسته ګلانو ښکلې کړې او د ګلانو عطر یې روان ته ارام او ذهني سکون بښي.
عبدالرحمن دیدار په ځانګړي ډول ګلان په ګلدانونو کې ایښي دي او نوموړي په یو خاصې وړتیا سره په یوه کوچني ګلدان کې د یو بڼ طبیعت ځای پر ځای کړی دی. اوس نوموړی د دې برخې یو مسلکي وګړی دی. کلونه مخکې یې د ګلانو پلورولو هوډ نه درلود او یوازې یې غوښتل ښکلي ګلان او ګلدانونه وساتي. په همدې موخه یې د خپل کور د ښکلا لپاره اتیا بېلابېل ګلدانونه پېرلي دي.
د دغو ګلانو ځانګړتیا د ډېرو پام ځان ته اړولی دی. دغه ځانګړنه د دې لامل شوې، چې نوموړی د ګلانو پر پالنې پانګونه وکړي او خپله پخوانی دنده پرېږدي. په داسې حال کې چې پخوانۍ دندې یې د اوسنۍ پرتله کم عاید درلود؛ خو نوموړی د ګلانو له ساتنې خوند اخلي او د آرامتیا احساس کوي.
اوس په کابل کې د ګلانو بې شمېره پلورنځي شته او خلک ترې ګلان پېري؛ خو د دیدار کارونه د نورو ګل پلورونکو په پرتله توپیر لري. نوموړي چې په ایران کې څو کاله د ګلانو پالل په مسلکي توګه لوستي او په دې برخه کې څو کلنه تجربه لري، اوس غواړي چې د ګلانو مینه والو ته په مسلکي توګه دغه کسب ورزده کړي.
د عبدالرحمن دیدار ګل پلورنځی، ځانګړي پېرېدونکي لري. ډېری ګلدانونو ته یې د پېرېدونکو پام اوړي، په تېره بیا د بن سای ګل، چې په نورو ګل پلورنځیو کې نشته. بن سای ګلان اصلاً په چین او جاپان کې کرل کېږي او دیدار د دغو ګلانو بوټي کابل ته راوړي او په ځانګړو ګلدانونو کې یې ځای پر ځای کړي دي. نوموړي د دې لپاره چې دغو ګلانو ته ځانګړې شکل ورکړي، څانګې یې پر ډنډرونو تاو کړې دي.
عبدالرحمان د دغو ګلانو په هکله وایې: «ګل سای په تودو سیمو کې وده کوي، نو د همدې لپاره تودې هوا ته اړتیا لري. دغه ګلان په وړو ګلدانونو کې کرل کېږي، اوبه او نور غذایي مواد لږ ساتي.»
بل هېڅ د زرغون چاپېریال په شان انسان ښه نه شي آرامولی. د دیدار په خبره، ګلان چې انسان اراموي، پخپله ګل هم آرامه روحیه لري، ځکه خو زیاتې پالنې ته اړتیا لري. هغه زیاتوي: «که ګلان ساتئ او غواړئ چې مړاوي نه شي، په ورځ کې يې یو دوه ځلې ګورئ او نازوئ یې.»
عبدالرحمان دیدار چې هره ورځ د ګلانو په روزلو بوخت دی، خپلو ګلانو ته خواړه او ځانګړي درمل جوړوي. نوموړی سره له دې چې له ننګرهار، کاپیسا او لوګره ګلان راوړي، په لوړه بیه يې له ایران، پاکستان، چین، جاپان، هند او هالند څخه هم پېري، دی له دغو هېوادونو بن سای، ګلیدون، مرسل، اورکیده، یاس، رازقي، انتریوم او میخک ګلان واردوي.
د نوموړي په خبره، هر ګل ځانګړې پالنې ته اړتیا لري. د بېلګې په توګه کاکتوس ګل کمو اوبو او نور ګلان بیا زیاتو اوبو ته اړتیا لري. د دیدار له ګل پلورنځي د ګلانو پېرلو یوه ځانګړنه دا ده، چې هغه پېرېدونکو ته د ګلانو روزنه هم ورښيي.
رضا ممتاز یو بل ګل پلورونکی دی، چې د زراعت له پوهنځي فارغ شوی. نوموړی له نورو بوختیاوو سره سره دغه مسلک غوره کړی دی. د ممتاز ګل پلورنځی په وړو او غټو ګلدانونو پوښل شوی دی. هغه د خپلو ګلانو هر ګلدان ته ځانګړی تعبیر لري. ممتاز چې خپل ژوند له ګلانو سره تړلی بولي، خپلو ګلانو ته یې ځانګړې طبیعي ښکلا برابره کړې ده.
د رضا ممتاز په خبره ګلانو ته باید ځانګړی ځای وي، هغه ځای چې خلک یې په آسانۍ وویني؛ ځکه ګلان د خلکو پر احساساتو او پر چارو مثبت اغېز کوي.
نن له تازه ګلانو سره د خلکو مینه ‌ډېره شوې ده او د پخوا په پرتله چې تازه ګلان به یې یوازې په ګل فروشۍ کوڅه کې لټول، اوس پل سرخ، میرویس میدان، دشت برچي، مکرویان، خیرخانې او سید نورمحمد شاه مینه کې هم د ګلانو پلورنځي شته. نوید چې په پل سرخ کې ګلان پلوري، د ګلانو د خرڅلاو له ګټې خوښ دی او وایي: «په وروستیو کلونو کې له ګلانو سره د خلکو مینه زیاته شوې او له دې سره د ګلانو کاروبار هم ښه شوی دی.»
نن د ګلانو پالل په کورونو کې هم زیات شوي او ډېری خلک د خپل کور د ښکلا لپاره بېلابېل ګلان پېري. اغلې سیما چې ۵۵ کلنه ده وایي، له ډېرو کلونو راهیسې په خپله باغچه کې ګلان پالي. د هغې باغچه له ګلانو ډکه ده او مېرمن سیما په کراره د هغو منځ کې ګام اخلي. هغه وایې: «ګلان مې راباندې ګران دي، دا مې د ژوند ملګري دي.»
د چاپېریال له ښکلا سره اړیکه، یوه آسانه او ښه لار ده، چې دا د ذهني آرامتیا او روحي تسکین لامل کېږي. د ارواپوهانو په خبره، د ګلانو پېرل، ګلانو ته کتل او کرل انسان ته روحي سکون، ښکلا او هغه له غم او خپګانه ساتي. د همدې لپاره ځينې کسان وایي، چې ګل باید هغه ځای کې کېښوول شي، چې د سړي پام وراوړي.

ورته لیکنې

Back to top button