د خوړو نړیوال سازمان: ښځې په افغانستان کې د دې سازمان د مرستو په وېش کې مهم رول لوبوي

۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال سازمان وایی چې ښځینه کارکوونکې په افغانستان او نړۍ کې د دې سازمان د مرستو په وېش کې مهم رول لري.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان ویاند وحید اماني د دوشنبې په ورځ د (وري ۲۱)، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې افغانستان دا مهال په تېرو ۲۵ کلونو کې د قحطۍ له ستر ګواښ سره مخ دی او اوس مهال شپږ میلیونه وګړي د قحطۍ له ګواښ څخه یو قدم لري دي.

د هغه په ​​وينا، نږدې شل ميليونه افغانان نه پوهېږي چې خپله راتلونکې د یو وخت ډوډۍ به له کومه ځايه ترلاسه کړي.

هغه زیاتوي چې د خوړو نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځینه کارکوونکو د کار کولو د منع کولو په هکله د طالبانو وروستی پریکړه ارزوي.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې تر ټولو اړمنو کورنيو ته د مرستو رسول د ټولو کارکوونکو شتون ته اړتيا لري.

اماني يادونه وکړه، چې دغه سازمان تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې په ټول افغانستان کې خپلو مرستو ته د دوام ورکولو لپاره ٨٠٠ ميليونه ډالرو ته اړتيا لري او که پر وخت مرستې ونه رسېږي په هېواد کې به بشري وضعيت لاپسې خراب شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره د دغه هېواد د وګړو بشري وضعیت خراب شوی دی.

دغې ډلې په خپل وروستي فرمان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او د طالبانو دې کړنې ډېر کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.

ورته لیکنې

Back to top button