۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د خوړو نړیوال پروګرام «WFP» افغانستان کې د خوراکي توکو د ناورین په اړه نوې شمېرې خپرې کړې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام یکشنبه د لړم پر لومړۍ نېټه ټویټر کې د یوه پلار او د درېیو ماشومانو انځور په خپرولو، چې په دسترخوان پوره ډوډۍ نه لري ویلي، چې له هرو ۱۰ افغانانو څخه ۹ تنه یې پوره خوراکي توکي نه شي برابرولای.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې تر ۲۰۲۲ کال پورې یې د افغانستان له ۲۱ میلیون وګړو سره، چې د خوراکي توکو له ناامنۍ سره مخ وو مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا تېره اونۍ اعلان وکړ، چې افغانستان کې د بېوزلۍ ګراف له ۴۷ سلنې څخه ۹۷ سلنه ته رسېدلی دی.