د خوړو نړیوال پروګرام: په راروان ژمي کې به لوږه زیاته شي

۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې په ټول افغانستان کې کورنیو خپل امکانات پای ته رسولی او له دې امله، به په راتلونکي ژمي کې د لوږې کچه لوړه شي.

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام دفتر دوشنبې د لړم په ۲۳مه په یوه ټویټ کې ویلي چې له لوږې سره د مقابلې لپاره یې هغو لیرې پرتو سیمو ته چې د ورښتونو او لارو د تړل کېدو له امله یې لارې تړل کېږي ۷۲ زره ټنه خوراکي توکي لېږلي دي.

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام دفتر په یوه بل ټویټ کې د اروپايي ټولنې د ۵۰ میلیون یورويي مرستې یادونه کړې او ویلي یې دي چې دا مرستې به د زیانمنونکو افغان ښځو او نارینه وو د وړتیاوو لوړولو لپاره په پام کې ونیول شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون د خوړو د نړیوال پروګرام د ټویټ په خپرولو سره ویلي دغه ټولنه به د خوړو د نړیوال پروګرام په شان نادولتي سازمانونو له لارې له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې دي د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار هم په هېواد کې د خوړو ناورین د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button