د خوړو نړیوال پروګرام: د ډالر پروړاندې د افغانۍ ارزښت ۱.۵ سلنه زیاتوالی موندلی

۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان په بازارونو کې له بیو خپل میاشتینۍ راپور خپور کړی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام سه‌شنبه د لړم پر ۱۷ ویلي، چې د سپټمبر میاشتې په پرتله د ډالر پروړاندې د افغانۍ پیسو ارزښت ۱.۵ سلنه لوړوالی لرلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د افغانستان د اسعارو په بازار کې یو ډالر د ۸۸.۴۵ او ۸۸.۵۵ ترمنځ پېر او پلورل کېږي؛ داسې حال چې د ډالر بیه د افغانيو پروړاندې په تېره میلادي میاشت کې ۸۸.۶۶ وه، چې زیات توپير نه ښيي.

دغه سازمان ویلي، چې د اساسي توکو بیې هم د تېرې میاشتې په پرتله ټیټې شوې دي، خو چندان اغېزه نه لري.

د دغه سازمان د موندنو له مخې د غنمو بیې ۲ سلنه، د اوړو بیې ۵ سلنه او د غوړیو بیې ۵ سلنه راټیټې شوې دي؛ په داسې حال کې، چې د افغانانو د زیات کارېدونکو خوړو په توګه د وریجو بیه د لوړې تقاضا له امله لوړه شوې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام همداراز ویلي، چې د افغانستان په بازارونو کې د تېلو بیه د تېرې یوې میاشتې په پرتله کمه شوې ده.

د ویلو ده، چې د تېرې یوې اونۍ په لړ کې د طالبانو د افغانستان بانک ته ۱۲۰ میلیون ډالره نقدي مرسته ورکړل شوې ده او دغه بانک تر اوسه د افغانيو د ارزښت د کنټرول لپاره میلیونونه ډالر لیلام کړي دي.

ورته لیکنې

Back to top button