د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری؛ «له اکتوبر وروسته، موږ د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره پیسې نه لرو»

۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي چې د دغه سازمان بودیجه په ختمېدو ده او د روان کال له اکتوبر وروسته په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستو د دوام لپاره پیسې نه لرې.

رویټرز د جمعې په شپه (د چنګاښ په ۹ مه) خبر ورکړ چې د خوړو د نړیوال پروګرام د افغانستان  څانګې مشرې (شائو لی) ویلي چې دغه سازمان یوازې په راتلونکو دوو میاشتو کې د پنځو میلیونو اړو افغانانو سره د مرستې توان لري.

هغې خبرداری ورکړ چې د سړه موسم د رارسېدو او د ترانسپورتي لارو له تړل کېدو مخکې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د مرستو رسول اړین دي.

مېرمن شائو لي زياته کړه چې د خوراک نړيوال پروګرام د دې کار لپاره څه دپاسه سل مليونو ډالرو ته اړتيا لري.

د راپورونو له مخې، د مرستو کمېدل به د اګست په میاشت کې پیل شي او بالاخره به په اکتوبر کې په بشپړه توګه ودرول شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام دغه چارواکې ویلي دي چې WFP د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې د افغانستان له خلکو سره د مرستو د دوام لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

شائو لي زياته کړی چې د بودجې د کمښت سره سره به دغه سازمان په هېواد کې د خوارځواکۍ په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د بندیز او په نورو هېوادونو کې د اقتصادي بحرانونو د زیاتوالي له امله نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې مرستې یو میلیارد ډالرو ته راکمې کړې دي.

د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د مرستو د ترلاسه کوونکو نیمايي برخه ښځې دي.

دا اندېښنه په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د خوړو نړیوال پروګرام د راپور له مخې، ۱۵ میلیونه افغانان د خوراکي توکو د کمښت له جدي ستونزې سره مخ دي.

Back to top button