د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ ماشومان مري

۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې اعلان کړی چې په دغه هېواد کې، هره ورځ ۱۶۷ ماشومان، خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه سازمان نن دوشنبه (د وري ۲۸مه)، په یوه ټویټ کې ویلي، چې دغه ماشومان، د مخنیوي وړ ناروغیو له امله، مري.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند ژغورلو او د میندو او ماشومانو روغتیا ښه کولو لپاره، د سمدستي اقدام غوښتنه کړې.

دغه سازمان د افغانستان د بشري مرستو صندوق (ای‌اچ‌اف) څخه هم د افغان ماشومانو لپاره د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې، د مرستې کولو له امله ستاینه کړې.

د راپورونو له مخې، افغانستان-په تېره‌بیا کلیوالي سیمې يې، تل د روزل شویو روغتیايي ټیمونو د نشتوالي له امله، له زیږون وروسته، د ماشومانو د مړینې شاهد و.

Back to top button