۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې سږ کال افغانستان ترټولو سخت ژمی تجربه کوي او دغه سازمان د افغانستان ځینو ولایتونو ته درمل او روغتیایي تجهیزات لېږلي دي.
دغه سازمان سه شنبه د سلواغې پر یوولسمه نېټه د یوه ټویټ په خپرولو لیکلي، چې ګرځنده روغتیایي ډلې له اړینو امکاناتو د ډاډمنتیا لپاره د بامیان او نورو ولایتونو له روغتونونو لیدنه کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې، چې دغه بنسټ د ژمنۍ طرحې د یوې برخې په توګه د ژمي له پیل مخکې روغتیایي مرکزونو ته ځینې درمل او روغتیایي تجهیزات لېږلي وو.
په همدې حال کې دغه سازمان ټینګار کړی، چې د روغتیایي خدماتو په وړاندې کولو د ښځو کار ډېر ارزښتناک دی.
دا په داسې حال کې ده، چې سږ کال افغانستان کې د بېمخینې یخنۍ له امله ګڼ وطنوال زیانمن شوي دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو وزارت په خپلو وروستیو شمېرو کې د سړې هوا او ګاز نیونو له امله انساني تلفات ۱۶۶ تنه اعلان کړي دي.