۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی، چې په روان زېږدیز کال کې نږدې ۹۰۰ زره افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ کړېږي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د افغانستان برخې سه شنبه د سلواغې پر اوولسمه یوه ټویټ کې ویلي، چې په دې منځ کې ۱۲۵ زره معلول ماشومان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې په ټوله کې په افغانستان کې ۲.۳ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي؛ خو ۸۷۵۰۰۰ تنه یې له سختې خوارځواکۍ کړېږي.
د روغتیا د نړیوال سازمان شمېرې ښيي، چې ۸۴۰ زره اومېندوارې ښځې هم په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره مخ دي.
د ویلو ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته لوږه او بېوزلي زیاته شوې ده.
د معتبرو نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته بېوزلي لا پراخه شوې ده.