۸صبح، کندهار: کندهار کې یوه کس له زیاتو رواني فشارونو وروسته ځانوژنه کړې ده.
دغه پېښه یکشنبه د تلې پر ۱۷ د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې شوې ده.
سرچینې د سیمې له ځایه وایي، چې دغه کس په دې وروستیو کې دغه کس له سختو روحي فشارونو سره مخ و. هغه چې محمد نومېده په خپل کور کې یې ځان ځړولی دی.
طالبان د دغې پېښې په تایید وايي، چې په دې وروستیو کې کندهار کې رواني ناروغۍ زیاتې شوې دي.
نن د اکټوبر لسمه د رواني روغتیا نړیواله ورځ ده. دغه ورځ په داسې حال کې لمانخل کېږي، چې افغانان له بېلابېلو رواني ناروغیو سره لاس او ګریوان دي.