شي په سیمه کې د سوداګریزو او امنیتي اړیکو د پیاوړي کولو لپاره ریاض ته ځي

د سعودي عربستان چارواکو ویلي، چې ټاکل شوې د چین ولسمشر شي جینپینګ په سیمه کې د اقتصادي او امنیتي اړیکو د پیاوړي کولو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادلالجبیر شنبه د نومبر پر ۱۲ په نږدې راتلونکي کې دغه هېواد ته د چین د ولسمشر د سفر خبر ورکړی دی.
د سرچینو په وینا ټاکلې شي جینپینګ د روان کال په ډسمبر میاشت کې ریاض ته سفر او د چین او فارس سمندرګي د مشرانو په ناسته کې د شپږو هېوادونو له مشرانو سره په ناسته کې هم ګډون وکړي.
جبیر د سفر جزییاتو ته شاره نه ده کړې، خو ویلي یې دي چې ټاکل شوې په لړ کې یې د دواړو هېوادونو مشران له یو بل سره لیدنه او خبرېاترې وکړي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر مخکې مصر کې د موسمي بدلونونو د ناستې په څنډه کې چین د سعودي عربستان ترټولو لوی سوداګریز شریک بللی او امریکا، بریتانیا، فرانسه او جرمني یې هم د سوداګریزو شریکانو په توګه یاد کړي وو.
دغه سفر په داسې حال کې کېږي، چې د تېلو پر سر د اختلافونو او د فارس سمندر له شاوخوا هېوادونو سره د همکارۍ د زیاتوالي له امله د واشنګټن او ریاض اړیکې کمزورې شوې دي.