د چين دولتي رسنيو خبر ورکړی، چې ولسمشر شي جين پينګ د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د روسيې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی.
سیجیټيان د دوشنبې په ورځ (مارچ په ۲۰مه) راپور ورکړ چې شي جین پینګ به د مارچ له ۲۰ څخه تر ۲۲ پورې په پلان شوي سفر کې د خپل روسی سیال ولادیمیر پوتین میلمه وي.
د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، پوتین به د خپل ستراتیژیک متحد د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته ولاړ شي.
مسکو ته د شي جين پينګ اوسنی سفر په اوسنيو حالاتو کې مهم بلل شوی دی.
چین د اوکراین په جګړه کې د روسیې ملاتړی دی. په دې وروستیو کې امریکا بیجینګ ته مسکو ته د وسلو ورکولو باره کې خبرداری ورکړی دی.