تاسې مو وزې وهئ، موږ به مو روزې وهو

ډاکټر عدنان احمد

د لوی خدای په رحم او فضل، د مجاهدينو په بشپړ خلوص او صداقت او د ملت په پوره ملاتړ د طالبانو ويښ، زړور او نړۍ ماتوونکي مشرتابه وکولاى شول، له خپل ځپل شوي ملت او له په ګونډو شوې نړيوالې ټولنې سره ټولې ژمنې لکه د بين الافغاني سولې، پر ښارونو باندې د بريدونو نه کول، د ښځو د زده کړو، ټولبښنه، پراخ بنسټه حکومت، د واک نه انحصارول، د اسلامي نظام نافذول او نورې ژمنې ټکی په ټکي عملي کړي.

له بده مرغه د اسلام دښمنان په بې شرمانه توګه لګيا دي، کله د ښځو حقونو، کله د بشر حقونو، د انجونو ښوونځي، د تېر حکومت د مامورینو د ځورولو مخنیوی، کله د ټولګډونه حکومت او داسې نورې غيرقانوني، غيرمنطقي او ناروا غوښتنې کوي. هغوى لکه د تل په څېر هره ممکنه دسيسه او توطیه جوړوي، تر څو په افغانستان کې د «اسلامي امارت» د بريا مخه ونیسي؛ خو اسلامي امارت په پوره زور او شور مخ پر وړاندې روان دى. په دندو ګومارل کوي، د پرديو خيراتونو وېشل کوي او تر ځمکې لاندې اقتصادي سرچینو راسپړل او پلورل کوي.

د امریکا هغه پاتې شوني چې شل کاله يې د اشغالګرو او د غربي لاسپوڅو تر مستقیم حاکميت لاندې د امریکا ناټو او سيکولرانو هر ډول تېري زغمل؛ خو د اسلامي امارت د فرمانونو په تړاو پاروونکي پروپاګنده، زهرجن تبلیغات او د اسلامي امارت په کړو وړو باندې په عناد، کينې، بغض او عداوت ولاړې نيوکې کوي، په فزيکي او رواني توګه د اشغال تر اغېزو لاندې راغلي او غربي تبلیغاتي رسنيو ورباندې تاثير کړى دى. هغوى ته زموږ وينا دا ده، چې ستاسې د سمولو لپاره د اسلامي امارت مشران په زړه پورې پلانونه لري او ځینې نور يې تر کار لاندې دي؛ خو متاسفانه عملي کول يې د رسميت پيژندلو تر وخته پورې شونې نه دي.

د لسو میاشتو په اوږدو کې د اسلامي امارت مشرانو وکولاى شول امریکا او ناټو ته داسې غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړي، چې هغوى هم حيران شي. په لومړي قدم کې مو د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، ټاکنيزو کمېسیونونو، ادارې اصلاحاتو، امنیتي ادارو او دې ته ورته ډېرى هغه بنسټونه په بشپړه مېړانه او شهامت سره ورته ونړول، چې د امریکا او ناټو لخوا د فحشا او لادينيت خپرولو لپاره جوړ شوي وو، له همدغې لارې يې زموږ د مسلمان ولس د عقایدو په خرابولو او د ذهنيتونو په مسموم کولو کې اغېزناک رول درلوده او په ملي بودیجه يې اقتصادي زيانونه هم زیات وو. دوست اوس د بشپړې وارخطايي اخته دی.

روزنتونونه، ښوونځي او پوهنتونونه د سيکولري افکارو د ترويج مراکز دي. زموږ مشرانو په خورا لوړ مهارت او ځيرکتيا د همدغو مراکزو د له منځه وړلو لپاره پلانونه ترتیب کړل، مټې يې رانغښتې دي او په بريالى ډول يې په لومړي سر کې د نجونو د ښوونځيو بندولو قایدانه، عالمانه، جرأتمندانه او شجاعانه ګامونه پورته کړل. د خداى په مرسته او د ملت په پوره ملاتړ به وکړاى شو، چې فساد، بداخلاقي، سيکولريزم او لادينيت د خپرولو دغه ټول بنسټونه له منځه يوسو.

ګران هېوادوال دې د دښمن په هغو تبلیغاتو نه غولېږي، چې ګواکې اسلامي امارت په دندو باندې د ګومارلو لپاره معيارونه نه لري او وړتیا ته پام نه کوي. دا هر څه هسې دروغ او د دښمنانو تبلیغات دي. اسلامي امارت له ديني اساساتو سره سم په دنده باندې د ګومارلو لپاره د مشرانو انډيوالي، خپلولي، د دښمن په محبس کې د کلونو تېرول، په کورنۍ کې د شهيد درلودل يا له لسو کلونو څخه زيات وخت په سنګرونو کې تېرول معيار او د اهليت لپاره شرطونه ايښي دي. البته د قطر د سياسي دفتر غړي د زياتو نورو قربانيو، ځانګړو وړتیاوو او جنياتي اړيکو له امله استثنايي حالت لري او د يادو شويو شرایطو د عملي کولو په کټګورۍ کې نه راځي.

اسلامي امارت د فرمانونو شغولو او امر بالمعروف د ډلې په هلو ځلو وکړاى شول، د هغو بې ستره او بې حجابه ښځو چې په تلويزيونونو کې به يې څلورويشت ساعته د کفر تبلیغاتي خبرونه لوستل او د لباس په پلورنځيو کې ځوانانو ته د فحشا لپاره ولاړو نانځکو ته په اجباري توګه په شرعي حجابونو باندې وپوښوي او د همدغې تګلارې په عملي کولو مو د دښمن بغارې وايستې. هغه متل دى چې وايي؛ «ته مې وزې وهه، زه به دې روزې وهم».

اسلامي امارت افغان مېرمنو او نجونو ته ډاد ورکوي، چې د هغوى په مخ د ښوونځيو د دروازو تړلو هدف هغوى ته زيان رسول نه دي؛ بلکې موږ غواړو د همدغه بهرنۍ تګلارې په کارولو د دښمن چيغې وباسو. هسې هم زموږ ځيرک او زړور مشران غواړي په سيسټماتيک ډول د عصري علومو په نوم د کفري د زده کړو مخنیوى وکړي. زموږ افغان خويندې دې ډاډه اوسي، چې ډېر ژر به په افغانستان کې د نرانو په ګډون د ټولو پوهنتونونو او ښوونځيو د تړلو دروازو شاهدانې واوسي. همدغه شان به ډېر ژر اسلامي امارت وکړاى شي، چې ښځې به په کور کې ناستې وي او عيشونه به کوي.

اسلامي امارت خپل ولس او اسلامي امت ته زېرى ورکوي، چې د دغو کفري زده کړو د مراکزو د بندښت له امله به هېڅ ډول تشه او ستونزه نه رامنځته کېږي. موږ به د خپلو ذهني وړتیاوو، خدايي استعداد او ديني لارښوونو په مټ وکولاى شو، په روغتيايي مراکزو کې د ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتياپالو تشه په موثره توګه په خانداني طبيبانو، کوډګرو، تعويذګرو او دمګرو باندې ډکه کړو او د همدغو مسلکي رنځورپالو د ګومارلو په مرسته به د ټولو رنځونو درملنه وکړو.

د صنعت، ټرانسپورټ او انجينرۍ په برخو کې به د لاسي شړيو، سوټيو، غولکو او غيسو د جوړوونکو اوښانو، اسانو او خرو په کارولو د مغاره جوړوونکو وطني خټګرو، پخڅه ګرو، اهنګرانو، ترکاڼانو او کوچيانو له وړيا تاکتیکونو او مهارتونو څخه ګټه واخلو. البته د اسلامي امارت د چارواکو اړتیاوو، بوختياوو او سرټمبه ګۍ ته په کتو به د قيامت تر راتلو پورې دغه ډله د اصلاحاتو له بهير څخه مستثنى وي. هغوى به د اوږدمهالې تګلارې د عملي کولو لپاره د لوړو تنخواګانو په درلودلو رزهي موټرونو، ايم څلور ټوپکونو، موبايلونو او فېسبوک کارولو لپاره مجاز وي.

د پرمختګونو اوسنى بهير ټول د کفارو سحري برتري ده او دا خبره شرعاً ثابته ده، چې په اخره زمانه کې به سحر کار نه کوي. اوسني پرمختګونه، الوتکې، کمپيوټر، انټرنټ، موټرونه ټول په سحر چلېږي. معلومه خبره ده، چې اوس اخره زمانه ده، قيامت رانږدې دى. لرې نه ده چې د کفارو ټول سحري پرمختګونه به کار پرېږدي او موږ به مزې کوو.

د اسلامي امارت بله ستره لاسته راوړنه په خورا مسلکي، تاکتيکي او ماهرانه ډول هڅه کوي، چې کفارو ته د غلامۍ پر بنسټ ولاړ اوسنى بانکي سيسټم او په همدغه سيسټم باندې چلېدونکي بانکونه منحل اعلان کړي او پرځاى يې د مال په بدل کې د مال ورکولو پخوانۍ مروجه اقتصادي تګلاره خپله کړي؛ خو کفري نړۍ په بشپړه همغږي هڅه کوي، د دغه سيکولر بانکي نظام د نړېدو مخه ونیسي او اوسنى بانکي سیسټم فعال وساتي.

Back to top button