ځوان لوبغاړی او ستر وياړ؛ حشمت شهیدي لومړنی افغان شو چې ټېسټ کرکټ کې غبرګه سلیزه ترسره کوي
راپور: محمد عزيز پردېس

د افغانستان د کرکټ لوبډلې ځوان لوبغاړی حشمت الله شهیدي د زمبابوې پر وړاندې د دویمې تېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې غبرګه سلیزه یعنې ۲۰۰ منډې ترسره کړې.
له دې سره حشمت الله شهیدي لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په ټېسټ کرکټ کې په یوازې ځان د افغانستان لپاره تاریخي غبرګه سلیزه ترسره کوي.
حشمت الله شهيدي په کال ۱۹۹۴ کې د نومبر مياشتې په ۴مه نېټه په لوګر کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. نوموړی په ۲۰۱۳ کال کې د کينيا پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې غړی شو او خپله لومړنۍ نړيواله سيالۍ يې ترسره کړه. شهيدي په کيڼ اړخ توپ وهنه کوي او تر دې دمه د افغانستان کرکټ لپاره ډېرې لاستهراوړنې لري.
د افغانستان او زمبابوې د کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه او وروستۍ ټېست لوبه د چهارشنبې په ورځ پيل شوه. لومړۍ لوبه زمبابوې ګټلې وه خو په روانه لوبه کې تر دې دمه افغانستان مخکښ ښکاري.