زابلیان: د ګرځنده روغتیایي مرکزونو ډاکټران مو عادي پېچکارۍ هم نه شي کولای

۸صبح، زابل: د زابل د لیرې پرتو ولسوالیو اوسیدونکې شکایت کوي، چې روغتیایي مرکزونو او درملتونونو ته لاسرسی نه لري.

د دوی په خبره، ګرځنده روغتیایي مرکزونه ورته جوړ شوي خو مسلکي کسان پکې نشته او له دې امله یې سمه درملنه نه کیږي.

د دوی په وینا، له یوه لوري یې په سیمو کې د اړتیا وړ روغتیایي مرکزونه نشته او له بل لوري یې د ولسوالیو لارې خرابې دي او په اسانۍ سره، نورو سیمو ته د درملنې لپاره نه شي تلای.

د زابل د دای چوپان ولسوالۍ اوسیدونکی حمیدالله له همدغې ستونزې څخه په شکایت سره وایي، چې هم یې روغتیایي مرکزونه نشته او هم نورو روغتیایي مرکزونو ته د تګ لارې خرابې دي.

حمیدالله ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل:«زموږ په ولسوالۍ کې بنسټیز کلینیک او روغتیایي مرکز نشته، په نورو سیمو کې چې شته، هلته ناروغان وړلی نه شوو، لارې خرابې دي، زموږ ستونزو ته څوک پاملرنه نه کوي.»

حمیدالله په ګرځنده روغتیایي مرکزونو کې د نا مسلکي کسانو پر ګومارلو هم نیوکه لري او وایي، چې په دغو مرکزونو کې شته روغتیا پالان ناروغانو ته عادي بیچکارۍ هم نه شي کولای.

د زابل ارغنداب ولسوالۍ یو اوسیدونکی دوست محمد بیا وایي د دوی سیمي ته روغتیایی مرکزونه په غیر عادلانه ډول ورکړل شوي او د خلکو اړتیاوو ته پاملرنه پکې نه ده شوې.

نوموړی په دغو مرکزونو کې د ګومارل شویو کسانو ګومارنه هم د اړیکو پر بنسټ بولي او وایي د دوی ستونزې نه شي حلولای.

دوست زیاتوي:« زموږ په ارغنداب کي د ګوتو په شمار څو بنسټیز روغتیایي مرکزونه دي، هغه هم د اړتیا پرځای د اړیکو له مخې او یو بل ته نیږدې جوړ شوي، روغتیا پالان یې هم په واسطو ورته ټاکلي، په کار نه پوهیږي.»

دوست محمد د عامې روغتیا ریاست ملامت بولي، چې په دغو مرکزونو کې یې غیر مسلکي او حتا نالوستي کسان د روغتیایي کارکوونکو په توګه ګومارلي دي.

نوموړی وایي:« داسې کسان درښیم چې مکتب یې لا نه دی ویلی مګر د نرس په بست کې په کلینک کې کار کوي او لا هم خپله دنده مخ ته وړي ځکه واسطه لري.»

د زابل د شینکۍ ولسوالۍ یو اوسیدونکی بصیر خان بیا ادعا کوي چې د ده د کورنۍ غړو د نا مسلکي روغتیاپالو له لاسه مړ شوی.

هغه وایي د دوی ناروغانو له پیچکارۍ سره حساسیت درلود خو په سیار ټیم کې راغلي کس د یوه عادي تبې د کنټرول لپاره پیچارۍ ورته لګولې، چې د هغه د مړینې سبب شوی دی.

په زابل کې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، ګڼ بنسټیز روغتیایي مرکزونه د بهرنیو مرستو له کمیدو سره تړل شوي او پرځای یې ځینو نورو موسسو ګرځنده روغتیایي ټیمونه ګومارلي دي.

د ځایي خلکو په وینا، دغه ټیمونه د دوی اړتیاوې نه شي ځوابولی او اړتیا ده، چې ستونزو ته یې اساسي پاملرنه وشي.

یو شمېر روغتیایي سرچینو ۸ صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د زابل تر ۵۰ سلنې پورې سیمې اساسي روغتیایي مرکزونه نه لري.

د دوی په وینا، هغه سیمې چې یاد شوي مرکزونه پکې فعال دي، هم له ګڼو روغتیایي ستونزو سره مخامخ دي، ځکه دغو مرکزونه خپلې ودانۍ او نور لازم امکانات نه لري.

روغتیایي سرچینو ویلي، چې د زابل ډېری اساسي روغتیایي مرکزونه په کرایي ودانیو کې فعال دي، چې وخت په وخت له یوې سیمې بلې ته انتقالیږي.

سرچینو دا هم وویل، چې په روغتیایي سکتور کې د نا مسلکي ګومارنو علت پر مرستندویه موسسو د طالبانو د ځایي واکمنانو فشار دی.

طالب چارواکي او ویاندویان د خلکو د ستونزو او تورونو په اړه خبرو ته نه دي حاضر شوي.

زابل د طالبانو د واک اصلي مرکز کندهار ته نیږدې پروت ولایت دی، چې د اوسیدونکو په وینا یې د جمهوري نظام خلاف یې د طالبانو د جګړې درنه بیه پرې کړې، خو اوس یې ستونزو ته هیڅ پاملرنه نه کیږي.

ورته لیکنې

Back to top button