زابل کې د یوه شپاړس کلن تنکي ځوان وحشیانه وژنه

۸صبح، زابل: په زابل کې ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یو ۱۶ کلن ځوان، په بېرحمانه ډول وژل شوی دی.
دا پېښه د دوشنبې په ورځ (کب ۲۹)، د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، وژل شوى ځوان، د غزني ولايت اوسېدونکى و چې د کار لپاره زابل ولايت ته تللى و.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه تنکي ځوان د وژنې لامل، طالبان هغه نیسي او نامشروع غوښتنه ترې کوي؛ خو ځوانکی د هغوی کرغېړنه غوښتنه نه مني، او له هغې وروسته هغه وژل کېږي او جسد ته اور اچول کېږي!
زابل کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې، په زابل ولایت کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د جنايي جرمونو پېښې زیاتې شوې دي.