زابل مېشتي: د ناسمو تېلو وارداتو مو نقلیه وسایط خراب کړي

۸صبح، کابل: د زابل ولایت اوسیدونکي طالبان، د خپل رژیم د اقتصادي عوایدو لپاره د بې کیفیته تېلو واردولو ته په اجازې ورکولو تورنوي او وایي سم او کیفیت لرونکی تېل موندل ورته ستونزمن شوي دي.

د دوی په وینا، په دغه ولایت کې د معیاري او کیفیت لرونکو تېلو کوم پمپ نشته، چې دغه وضعیت د ترانسپورتي وسایطو د خرابیدو سبب کیږي.

یو شمېر دغو زابل مېشتو له۸ صبح ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال غوښتنه وکړه، چې د طالبانو رژیم باید د بې کفیته تېلو د مخنیوي لپاره،   د شعاري ژمنو پر ځای عملي ګامونه واخلي.

د زابل ولایت د مرکز کلات ښار اوسیدونکی عبدالودو چې ټیکسي چلوي، ۸ صبح ورځپاڼې سره د خبرو پر مهال ادعا وکړه، چې د موټر ماشین یې هره ورځ د بې کیفیته تېلو د کارولو له امله خرابیږي.

د هغه په وینا، که موټر ونه ګرځوي، څه به وخوري، خو که یې ګرځوي، سم تېل نه پيدا کیږي او د خرابو تېلو استعمال ورته له ګټې ډېر تاوان اړوي.

نوموړی وایي:«دا زما موټر بابوجي موټر دی، ماشین یې کوچنی دی او خراب تیل ډیر ژر ورباندې معلومیږي، په ټول بازار کې سم تیل نشته او ټول پمپونه بې کیفیته تیل خرڅوي، چې هره ورځ مې موټر خراب وي مجبور کړی یې یم چې خپله خواري پریږدم او یو بل کارو بار ته لاس واچوم ځکه دلته مې تر ګټه تاوان ډیر دی».

په زابل کې د محمد امین په نوم یو موټر سایکل جوړونکی بیا وایي په وروستیو کې ډیر داسې موټر سایلکونه د جوړولو لپاره ور وړل شوي، چې د تېلو خرابوالی یې د ماشین خرابیدو دلیل و.

محمد امین زیاتوي، په زابل کې کیفیت لرونکی تېل نشته او دی خپله د ځینو موټر سایکل چلوونکو لپاره له کندهاره کیفیت لرونکی تېر را غواړي.

نوموړي په دې اړه ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل:« ډیری موټر سیکلان راځي چې د خرابو تیلو څخه یې ماشین خراب شوی وي او یا جام شوي وي. اوس موږ یو بیلر یا دوه بیلره تیل په هفته کې له کندهار څخه را غواړو بیا ځیني موټر سیکل چلوونکي چې زما ملګري دي ،راځي او تیل را څخه رانیسي څو موټرسیکل یې خراب نه شي. تر بازار موږ ۱۰ افغانۍ تیل ګران ورکوو خو دا ښه او پر کیفیت برابر تیل دي».

د زابل یوه تېل پلورونکي د نوم نه خپریدو په شرط ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د کانونو او پټرولیم ریاست لپاره د طالبانو واکمنان ورسره د بې کیفیته تېلو د واردولو لپاره پټه هوکړه لري.

د هغه په وینا، دوی د طالبانو د یاد شوي ریاست موټرو ته وړیا تېل ورکوي.

دغه تېل پلورونکی، چې دلته یې د حبیب الله په مستعار نوم یادوو، زیاتوي چې د دغې هوکړې له مخې، دوی هم ډېره ګټه کوي.

حبیب الله زیاتوي:« د کانونو او پیټرولیم ریاست چارواکي راغلل ویل، چې موټران مو ډیر دي ، ساحو او لرې ولسوالیو ته یې هم لیږو ،موږ ته تیل را کوئ پر تاسې بندیز نشته چې څه رقم یې خرڅوئ هغه ډول یې خرڅولای شي. موږ ځینو تیلو ته دوا ورګډو چې تیل ورباندې ډیریږي او په سلو کې شل سلنه کیفیت له لاسه ورکوي، خو بیا مشتریانو ته وایوو چې تاسو سوپر تیل غواړئ که ساده ځکه د ساده تیلو نرخ موږ تر بازار درې افغانۍ ارزانه خرڅوو ځکه چې هغه تیلو ته دوا ګډه شوې ځکه ډیر شوي دي».

د زابل د کانونو او پیترولیم ریاست یوه سرچینه مني، چې واکمن چارواکي یې د تېلو له پمپونو باج اخلي او د تېلو کیفیت یې نه څاري.

په زابل کې تر ۳۵ پورې د تېلو پمپونه موجود دي، چې اکثره یې په وروستیو کې جوړ شوي.

پر طالبانو د نویو پمپونو په جوړیدو کې هم د شته معیارونو او اصولو د نه عملي کیدو له امله نیوکې کیږي.

په دې اړه د دوی سیمه ییزو واکمنانو او ویاندویانو سره په خبرو ونه توانیدو.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په وروستیو کې څو ځلې د نیمروز له لارې افغانستان ته د ایران د بې کیفیته تېلو د واردیدو د مخنیوي خبر ورکړی.

ورته لیکنې

Back to top button