۸صبح، زابل: د زابل اوسیدونکي وایي، چې په دغه ولایت کې د روژې له راتلو سره د خوراکي او نورو لومړنیو توکیو بیې پورته ختلي، خو د طالبانو ځایي واکمنان یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
ځایي خلک د بېلګې په توګه، د رومیانو یادونه کوي، چې مخکې من په ۸۰ افغانۍ و، خو اوس ۲۲۰ ته رسیدلي.
د دوی په وینا، د نورو ډېرو خوراکي او غیر خوراکي توکیو بیې هم، په همدومره توپير پورته ختلي او دوی ته د ډېرو توکیو پېرل ستونزمن شوي دي.
د زابل اوسیدونکی ګل احمد وایي تر اوسه یې د توکیو دومره څو چنده پورته ختل نه وو لیدلي. هغه د زابل ښاروالي ګرموي، چې د دغه وضعیت ننداره کوي، خو د کنټرول لپاره یې ګام نه اخلي.
ګل احمد زیاتوي:(( بد ظلم روان دی، هر دوکاندار په خپله خوښه د توکیو بیې ټاکي. ښاروالۍ ته مو څو ځله شکایت وکړ، خو هیڅ اقدام یې ونه کړ. بیا ترې غواړو، چې د احتکار مخه ونیسي او بیې کنټرول کړي.))
د زابل یو بل اوسیدونکی دوست محمد هم له دغه وضعیت څخه په شکایت وایي د خوراکي توکيو قیمت دوه چنده شوی او دوی له مجبورۍ ځینې وخت له پخلي پرته، له وچې ډوډۍ سره چای څښلو ته اړ وځي.
دوست محمد زیاتوي:(( پخوا مو رومیان من په اتیا افغانۍ اخیستې، خو اوس په ۲۵۰ افغانیو دي. کدو من په ۵۰ وې، اوس ۲۰۰ دي؛ هر شی ګران شوی. مجبور یوو چې کور کې وچه ډوډۍ وخورو، ځکه غریبان یوو او د دغو بیو وس نه لرو.))
شیر خان، چې هغه هم د زابل اوسیدونکی دی، د بیو لوړیدو یو اصلي دلیل د طالبانو لخوا پر توکیو او کاروباریانو د مالیې او ټیکسونو زیاتوالی بولي.
د ده په وینا، طالبان پر دغو توکیو د مالیو د بښلو په اړه دروغ وایي.
شیرخان وایي:(( طالبان د توکیو د مالیو د بښلو په اړه مطلق دروغ وایي. موږ هرڅه پر خپلو سترګو وینوو، پر هیڅ شي مالیه نه ده بښل شوې، که بښل شوې وای، بیې دومره لوړیدې؟ طالبان ولې د خلکو سترګو ته خاورې شیندي، دا دعوه دې عمل کې ثابته کړي.))
په زابل کې د خوراکي توکیو د پلورونکو د معلوماتو له مخې: تر څه موده مخکې پورې، په دغه ولایت کې د وطني اوړه ۴۴ کیلو یي بورۍ په ۱۴۵۰ افغانۍ وه، خو اوس یې بیه ۱۹۵۰ افغانیو ته رسیدلې ده. همدا شان، د شل لیتره غوړیو یوه بوشکه په ۱۸۰۰ وه، چې اوس په ۲۲۲۰ پلورل کیږي.
ځایي سرچینې څرګندوي، چې سربېره پر دې د بورې، نخودو، لوبیا، وچ چای، وریجو او نورو توکیو بیې هم په ورته ډول ډېر پورته ختلي دي.
په وروستیو کې د هېواد له نورو ولایتونو هم په ورته ډول د خوراکي او نورو توکیو د بیو له لوړیدو شکایتونه کیږي، خو طالب چارواکي برعکس د بیو د ښکته کیدو ادعا کوي او لامل یې پر خوراکي توکیو د مالیو بښل کیدل بولي.
یو شمېر خلک طالب چارواکي له عامه ذهنیت سره په لوبو او په هره برخه کې په دروغ ویلو تورنوي، خو طالب ویاندویان په مشخص ډول د تورن شویو مواردو په اړه له ځواب ویلو پرته، په عمومي ډول پر دوی تورونه ردوي.