زابلیان: د کندهار- زابل لویې لارې د جوړیدو ټکني توب ستونزو سره مخ کړي یوو

۸صبح، زابل: د کندهار- کابل لویه لاره، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د طالبانو رژیم د جوړیدو چارې پيل کړي، خلک یې د چارو له ټکني والي شکایت کوي.

د دغې لویې لارې موټر چلوونکي وايي طالب رژیم د یاد شوي د جوړولو لپاره مسلکي تدابیر نه لري او په پراخه کچه یې جوړیدونکی سړک کیندلی، چې ډېرځله د لارې د بندیدو او د دوی د سفر اوږدیدو سبب کیږي.

یو شمېر موټر چلوونکو ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل، چې مخکې به یې د کابل- کندهار پر لاره ۹ ساعته مزل کاوه، خو اوس یې مزل له ۱۸ تر ۱۹ ساعتونو پورې اوږد شوی.

موټر چلونکې زیاتوي د سړک څنګ ته پر خامه سړک ورته ستونزمن وي او که دغه تګ ته مجبورشي، د وسایطو د خرابیدو سبب یې ګرځي.

د لویي لارې یو موټر چلونکی دوست محمد وایي وړاندې یې د زابل پر لاره ۱۱ ساعته مزل کاوه، خو اوس یې دا سفر تر ۱۹ ساعتونو غځیږي.

نوموړی وایي ساعتونه، ساعتونه انتظار، لاربندي، منزل ته په ځنډ رسیدل او نورې ستونزې یې نه یوازې د ډېر وخت او امکاناتو د ضایع کیدو سبب ګرځي؛ بلکې موټر ته یې هم تاوان رسوي.

دوست محمد زیاتوي:« مخکې مې دغه لاره په ۱۱ ساعتونو کې وهله، خو اوس په ۱۹ ساعته کې له زابل ولایته وځم په ساعتونو انتظار خو پریږده، دوړې، د موټر د تېلو اضافي مصرف او نور مشکلات راته پيدا شوي دي. پر دې سربیره هر ګام ورسره د موټر د چپه کیدو خطر تړلی دی.»

د کندهار- زابل پر لویه لاره د تازه میوې او سبزیجاتو موټر چلوونکي او کاروباریان هم شکایت لري، چې د یادې لارې د جوړیدو د چارو ټکني توب یې کاروبار ته تاوان رسولی دی.

دوی وايي چي په هر ځل کابل ته د تګ او راتګ پر مهال د بار وړونکي موټر د خرابیدو او ځنډني سفر له امله یې مالونه خرابیږي، چې تاوان ورته پېښوي.

موټر چلونکی عبدالله چې له کندهار څخه یې پیاز بار کړي وايي پياز یې ټول خراب شوي او له تاوان سره مخ شوی دی.

د هغه په وینا، له یوه لوري د موټرو په کرایه کې تاوان کوي او له بل لوري دا خطر وي، چې که موټر د لارې د لا خرابیدو له امله چپه شي، سوداګر به ترې تاوان وغواړي.

عبدالله وایي د پیازو د خرابیدو له تاوان سره ورته باروړنکي کرایه نه ورکوي او ټوله خواري یې عبث ځي.

عبدالله زیاتوي:« دغه پیاز مې را بار کړي، ته اوس موټر ته ورپورته شه ټول خراب دي، بوی یې کړی، ځکه موږ په ساعتونو ساعتونو لارې ته ولاړ یو، دا بار چې زه رسوم باروړنکی کرایه نه راکوي، ټوله خواري مې د خاورو سره خاورې شوه.»

پر یاده لاره ناروغ لرونکي مساپرهم شکایت کوي، چې د سړک جوړیدو د چارو ټکني کیدو کابل ته د دوی د عاجلو ناروغانو د پر وخت رسیدو مخه نیولې ده.

یو تن مساپر عبدالقیوم وایي کابل ته د کورنۍ یو غړی، چې د پښتورګو ناروغ دی، د درملنې لپاره بیایي، خو د لارې د خرابوالي او ځنډني جوړیدو له امله یې د ناروغ وضعیت لا خراب شوی او نه پوهیږي څه ورسره وکړي.

د عبدالقیوم په خبره، دوی سره په لوی ۴۰۴ مساپر وړونکي موټر کې ناست نور مساپر هم د دوی په شان عاجل ناروغان لري، چې له ورته ستونزې ځوریږي.

عیدالقیوم وایي:« دا مې مریض راخیستی ځو د دوا لپاره کابل ته، دغه مریض چې زه یې پایواز یم د پښتورګو ناروغي لري، خو لویي لارې یې تکلیف نور هم ډیر کړی، ځکه لاره جوړه نه شوه، نوره هم خرابه شوه او مریض مې د مرګ سره مخ دی.»

د کابل- کندهار لویه لاره، چې طالبانو یې د جوړیدو چارې د یوه کان د استخراج په بدل کې یوه شرکت ته سپارلي، د دغو چارو له ټکني کیدو او پر اړوند تړون یې د نه عمل له امله په وروستیو کې بیا- بیا شکایتونه کیږي.

د یاد شوي سړک د تړون لاسلیکیدو پر مهال طالب چارواکو ویلي وو، چې د تړون له مخې، قراردادي شرکت لومړی د عمومي سړک فرعي برخه جوړوي.

د ځایي خلکو په وینا، د تړون خلاف د فرعي سړک نه جوړیدل سبب شوي، چې خلکو ته په سمدستي ډول ترافیکي او نورې ستونزې زیاتې شي.

طالب چارواکو د خلکو د شکایتونو او د کانونو په بدل کې د سړکونو د جوړیدو د پلان د نېمګړتیاوو د حل په اړه یې څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

Back to top button