زهرا بلوچ: طالبانو په پولو کې د امنیت او د پاکستاني دیپلوماتانو د خوندیتوب په اړه ځانګړي تضمینونه ورکړي دي

۸صبح، کابل: په سرحدي سیمو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ له شخړو او همداراز په کابل کې د دغه هېواد پر سفیر د داعش له برید وروسته، اوس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې له طالبانو سره د پولو د مدیریت او د دوی د ديپلوماتانو د خوندیتوب په هکله هوکړې ته رسېدلي دي.

ډان ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ پنجشنبې د مرغومي په اتمه په خبري ناسته کې ویلي چې طالبانو د پولو د مدیریت په افغانستان کې د پاکستاني دیپلوماتانو د خوندیتوب او همداراز له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې دوی ته ځانګړي تضیمونه ورکړي دي.

بلوچ زیاته کړه: «(طالبانو) دوی ته ځانګړي تضمیونه ورکړي او هیله من یو چې پر ورکړل شویو ژمنو عمل وشي.»

له بلې خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي چې هېواد یې طالبان تر فشار لاندې راوستي ترڅو د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» او نورو پاکستاني ضد جنګیالیو خلاف اقدام وکړي.

د ډان ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، په روان کال کې د پاکستاني طالبانو تحریک لږترلږه ۱۱۵ بریدونه د پاکستان پر بېلابېلو سیمو شوي دي. ډېری دا بریدونه د روان کال په اګست میاشت کې د اوربند له ماتېدو وروسته شوي دي.

پاکستان تل افغان طالبان ټي ټي پي ته د پتنځای ورکول او له هغوی په ملاتړ تورن کړي؛ خو طالب چارواکو دا موضوع تل رد کړې ده.

ورته لیکنې

Back to top button