زکریا اصولي د طالبانو له بنده خوشې شو

۸صبح، کابل: د پوهنتون د استاد او څېړونکی زکریا اصولی ورور محمد شاپور بخشی وایی چې ښاغلی اصولی د طالبانو له بنده خوشې شوی دی.
بخشي ۸ صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې زکریا اصولي د دوشنبې په ورځ (وري ۲۱)، د سهار په ۱۱ بجو له بنده خوشې شوی.
زکریا اصولي دوه ورځې وړاندې په داسې حال کې د طالبانو له زندانه خوشې شوی چې په رسنیو کې د هغه د نازک روغتیايي وضعیت په اړه راپورونه خپاره شول.
خو د اصولي ورور د هغه د اوسني حالت په اړه څه نه وايي.
طالبانو تر اوسه د زکریا اصولي د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
زکریا اصولي د تېر کال د سلواغې په ۱۱ مه د طالبانو له خوا زنداني شو. د هغه د زنداني کیدو علت لا نه دی معلوم.