د طالبانو په زندان کې د زکریا اصولي وضعیت نازک دی

۸صبح، کابل: د طالبانو له خوا د پوهنتون د استاد زکریا اصولی له نیول کېدو دوه میاشتې تېرې شوې، خو ورور یې وایی، د دې ډلې د استخباراتو په زندان کې یې وضعیت نازک دی.
د اصولي ورور محمد شاپور بخشي د شنبې په ورځ (وری۱۹)، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې ورور یې د طالبانو په زندان کې د ګردی به ناروغۍ اخته شوی او عاجلې درملنې ته اړتیا لري.
د بخشي په وینا، د طالبانو استخبارات یوازې د دوی مور ته اجازه ورکوي چې د دوي له ورور سره لیدنه وکړي او یوه اونۍ وړاندې د وروستي لېدنې په ترڅ کې اصولي خپلې مور ته د ګردی د سخت درد شکایت کړی.
هغه زیاته کړه، چې د طالبانو له امنیتي ادارو څخه د دوی د پرله پسې غوښتنو سره سره تر اوسه د خپل ورور د خلاصون هڅې بې نتیجې دي.
هغه وايي، ورور يې د بشري حقونو د مدافع او لوستی سړۍ دی او له هېڅ سياسي او پوځي خوځښت سره تړاو نه لري.
د اصولي ورور د پوهنتون د دغه استاد د خلاصون په اړه د بشري حقونو د بنسټونو له بې غورۍ شکایت کوي.
محمد شاپور بخشی د طالبانو غواړي چې ورور دی خوشی کړي.
د پوهنتون استاد، څېړونکی او لیکوال زکریا اصولي د تېر کال د سلواغې میاشتې په ۱۱ مه نېټه د طالبانو له خوا په کابل کې ونیول شو او تر اوسه یې د نیولو لامل نه دی په ډاګه شوی.