د زرنج هټیوال: طالبان د مالیې په نوم باج اخلي

۸صبح، نیمروز: د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې یو شمېر هټیوال ادعا کوي، چې طالبان د مالیې په نوم اضافه پیسې او باج اخلي.

دغه هټیوال دوشنبه د لیندۍ پر اوومه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې طالبان د راکړو ورکړو وضعیت ته له پاملرنې پرته د مالیې په نوم له هټیوالو باج اخلي.

د زرنج ښار یو هټیوال عبدالله (مستعار نوم) له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي: «د هټیوالو د ۱۴۰۰ کال مالیې په معمول ډول یو زر او ۵۰۰ تر دوه زره افغانۍ وه، خو اوس طالبان راغلي دي، وایي اته زره راکړئ.»

دغه هټیوال زیاتوي: «په داسې حال، چې د کاروبار وضعیت د تېر کال په پرتله لا خراب شوی دی او خلک له ناچارۍ هټۍ جوړوي، طالبانو له موږ څخه باج اخیستل پیل کړي دي.»

د زرنج ښار هټیوال همداراز ادعا کوي، چې په دغه ښار او د طالبانو تر کنټرول لاندې ګمرکونو کې باج اخیستل او فساد د جمهوریت دورې په پرتله زیات شوي دي.

له دې مخکې نیمروز کې یو شمېر موټر چلوونکو هم د طالبانو له باج اخیستو شکایت کړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button