۸صبح، کابل: پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداری له قوله خبر ورکړی، چې له افغانستانه د لوېدیځو ځواکونو وتلو ترهګرې ډلې پیاوړې کړې او اسلاماباد یې له سترو ننګونو سره مخ کړی دی.
ډان ورځپاڼې سه شنبه د کب میاشتې پر دویمه نېټه خبر ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د مونیخ د امنیتي کنفرانس په څنډه کې د دویچهوله تلویزیون له اردو څانګې سره په خپله وروستۍ مرکه کې وړاندې کړې دي.
بلاول بوټو زرداري ویلي، د پاکستان حکومت د دې وړتیا لري چې په هېواد کې دننه د فعالو ترهګرو ډلو پر ضد مبارزه وکړي، خو ترڅو چې له افغانستانه د ترهګرو ګواښونه له منځه ولاړ نه شي، پاکستان به له ډېرو خطرونو سره مخ شي.
پاکستان په داسې حال کې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ترهګریزو ګواښونو له زیاتوالي شکایت کوي، چې اسلاماباد د طالبانو د بريا لپاره له هېڅ ډول هڅې او همکارۍ ډډه نه ده کړې.