زلنسکي روسیه په خرسون کې په جنګي جنایت تورنه کړه

د اوکراین له خرسون ښار څخه د روسي ځواکونو له وتلو دوه ورځې وروسته، د دغه هېواد ولسمشر ولادیمیر زلنسکي، روسي پوځیان په دې ښار کې په جنګي جنایتونو تورن کړي دي.

د ګارډین ورځپاڼې د رپوټ له مخې، زلنسکي یکشنبې د نومبر په دیارلسمه ویلي: «څارونکو تراوسه د روسیې څه د پاسه ۴۰۰ جنګي جنایتونه مستند کړي دي. ملکي وګړو مړي موندل شوي دي، روسي ځواکونو هغه وحشي توب چې د دغه هېواد په نورو برخو کې یې کړی و په دې ځای کې یې هم ترسره کړی دی.»

زلنسکي همداراز ویلي چې روسي ځواکونو له شاتګ مخکې د خرسون بېخ بنسټونه وران کړي دي.

د خرسون ښاروال ویلي چې په دې ښار کې انساني وضعیت د درملو او خوړو د نشتوالي له امله خراب دی.

د رپوټونو پر بنسټ، په خرسون ښار کې د روسي ځواکونو له شاتګ وروسته زرګونه مینونه او ناچاودني توکي پاتې دي.

ورته لیکنې

Back to top button