د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي ادعا کړې چې روسیه هڅه کوي له شمالي کوریا څخه ۳۰ زره سرتېري جذب کړي.
الجزیرې شنبه د جولای پر ۲۵مه راپور ورکړی چې زېلنسکي ویلي روسیې له جون میاشتې راهیسې په «ورونژ» سیمه کې د دغو ځواکونو د ځای پر ځای کولو تیاری پیل کړی دی.
د اوکرایین ولسمشر ادعا کړې چې ټاکل شوې شمالي کوریا روسیې ته د بالستیک توغندیو د توغولو نوی سیسټم هم ورکړي.
زېلنسکي د شمالي کوریا د سرتېرو د جذب او ځای پر ځای کولو د وخت په اړه نور جزییات نه دي وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې او اوکرایین ترمنځ جګړه روانه ده.






