زلنسکي امریکا ته ځي

رسنیو راپور ورکړی، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي به په یوه نه اعلان شوي سفر د امریکا پلازمېنې واشنګټن ته ولاړ شي.

په دې سفر کې، چې ښایي چهارشنبه د ډسمبر پر ۲۱ ترسره شي زلنسکي به له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره پر احتمالي لیدنې سربېره د امریکا په کانګرس کې هم وینا وکړي.

تراوسه د اوکراین او امریکا رسمي مراجعو د دغه سفر په اړه څه نه دي ویلي او د پروګرام کره معلومات هم نه دي اعلان شوي.

دا د فبرورۍ میاشتې په وروستيو کې پر اوکراین د روسیې له پوځي برید راهیسې امریکا ته د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي لومړی سفر دی.

د دغه سفر د نه اعلانېدو لامل امنیتي لاملونه بلل شوي چې ښایي په وروستۍ شېبه کې ودرول شي او یا هم بدلونونه پکې راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې سه شنبه د ډسمبر پر شلمه د امریکا د استازو مجلس رییسې نانسي پلوسي په یوه لیک کې د کانګرس ټولو غړو ته سپارښتنه کړې، چې د چهارشنبې پر شپه «هرومرو» په کانګرس کې حاضر شي.

امریکا تراوسه اوکراین ته د ۱۸ میلیارد او ۵۰۰ میلیون ډالرو معادل د پوځي او نورو توکو مرسته په پام کې نیولي، چې تر بل هر هېواد زیاته ده.

ورته لیکنې

Back to top button