د اوکراین ولسمشر د دغه هېواد د غلو د صادراتو د هوکړې د ساتلو لپاره د څو اړخیزو هڅو په دوام، په دې لاره کې د ترکیې د رول ستاینه وکړه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي چهارشنبه د نومبر پر دویمه یوه ټویټ کې د خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان رول د غلو د صادراتو د تړون په ساتلو کې فعال وباله او مننه یې ترې وکړه.
ښاغلي زلنسکي وویل، له ښاغلي اردوغان سره یې د اوکراین د جګړې او سیاسي بندیانو د بېرته ستنېدو په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې کړې دي.
د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی، چې له خپل هېواد یې د ملاتړ په اړه پر ترکیې باور لري.
د ویلو ده، چې د روانې اونۍ په پيل کې د روسیې پر سمندري بېړۍ د اوکراين د بې پيلوټه الوتکو له بريد وروسته روسيې له اوکراين څخه د غلو دانو د صادراتو قرارداد وځنډاوه.