بدخشان په وروستیو ورځو کې د طالبانو د مخالف ځواکونو او د دغې ډلې د جنګیالیو ترمنځ د سختو نښتو پر ډګر بدل شوی دی. د «سپاهیان میهن» جبهې له خوا د یفتل پایین ولسوالۍ له څو ساعته نیول کېدو وروسته، د «ازادۍ جبهې» خبر ورکړی چې په زیباک ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر پوستو پراخ بریدونه کړي دي. د دغې جبهې د ادعا له مخې، په تېرو دوو ورځو کې په دغو بریدونو کې ۲۱ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي. خو خپلواکې سرچینې بیا د طالبانو د وژل شویو کسانو شمېر ۷ تنه بولي. ۸صبح ورځپاڼه په خپلواکه توګه دا هېڅ شمېرې نه تاییدوي.
طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په وار وار ادعا کړې چې د دغې ډلې مخالف ځواکونه د افغانستان په هېڅ برخه کې حضور نه لري؛ خو طالب ضد جبهو تل د غلچکي بریدونو او له دغې ډلې سره د مستقیمو نښتو خبرونه ورکړي دي. همدا راز بېلابېل راپورونه خپاره شوي چې ښيي طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلونو کې په پنجشېر کې لسګونه کسان له نیول کېدو او د لاسونو له تړلو وروسته په ډزو وژلي دي.
په دې وروستیو کې د افغانستان د ازادۍ جبهې اعلان کړی چې د بدخشان ولایت په زیباک ولسوالۍ کې له طالب ځواکونو سره په نښته کې د طالبانو د څو قوماندانانو په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي. دغې جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې د زیباک د سرحدي کنډک په شاوخوا لوړو برخو کې د طالبانو یو شمېر مرکزونه او پوستې نیولي دي.
د ازادۍ جبهې د جمعې په ورځ، د زمري پر۳مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغې جبهې د ځواکونو عملیات د پنجشنبې له سهاره د زمري له لومړۍ له بېلابېلو خواوو د زیباک پر پوځي مرکزونو، قطعو او پوستو بریدونه پیل شوي او لا هم دوام لري. دغې جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې له سختې نښتې وروسته طالبان په زیباک کې د یوه سرحدي مرکز د شاوخوا له لوړو برخو پر شا تمبولي دي. د ازادۍ جبهې په وینا، طالبانو څو ځلې هڅه کړې چې له لاسه وتلي پوستې بېرته ونیسي، خو د مرګژوبلې په زغملو سره په دې کار کې نه دي بریالي شوي.
د ازادۍ جبهې ویلي چې په دې نښته کې د دې جبهې یو غړی هم وژل شوی دی. طالبانو تر دې وړاندې په زیباک کې د نښتې د رامنځته کېدو په تاییدولو سره ادعا کړې وه چې د ازادۍ جبهې پنځه غړي یې وژلي دي.
دغې جبهې همدا راز ادعا کړې چې له نښتې وروسته د طالبانو ۳۷ تنه ټپیان د چورلکو له لارې د بدخشان مرکز فیضاباد ښار او د دغه ولایت د یو شمېر ولسوالیو روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د ازادۍ جبهې په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو ډېر زیات پوځي وسایل، وسلې او مهمات هم د دغې جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
له دې سره هممهاله، سیمهییزو سرچینو د جمعې پر ماښام رسنیو ته ویلي چې په بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدوونکې چورلکې د ازادۍ جبهې د ځواکونو د راکټي برید موخه ګرځېدلې دي. د دغو سرچینو په وینا، دغه برید د بدخشان په غرنیو سیمو کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو د لېږد او ځای پر ځای کېدو مخه نیولې ده.
سرچینې همدا راز وایي چې اووه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. هغوی د نورو نښتو د احتمال خبره کوي او زیاتوي چې طالبانو خپل ټول ځواکونه د تیارسي په حالت ته راوستي دي. د سرچینو په وینا، په ټولو ولسوالیو کې د لومړۍ درجې احضارات نیول شوی او د خلکو پر تګراتګ بندیزونه هم زیات شوي دي.
تېره شپه سرچینو تایید کړې وه چې له «تپه انتن» له لوري د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ د مرکز پر لور څو توغندي توغول شوي دي. د سرچینو په وینا، په دغو توغندیزو بریدونو کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ودانۍ او د ولسوالۍ مرکز په نښه شوي وو. سرچینو دغه راز ټینګار کړی و چې د توغندیو له توغولو وروسته طالب ځواکونو هم په ډزو لاس پورې کړی و.
بل خوا، د بدخشان ولایت د طالبانو د عمر ثالث فرقت ویاند نورالله نظری ویلي چې یوې ډلې وسلهوالو د پنجشنبې په ورځ هڅه وکړه چې د چترال له لارې د زیباک ولسوالۍ د توپخانې سیمې ته ننوځي؛ خو د طالبانو د سرحدي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
په زیباک کې د طالبانو او ازادۍ جبهې ترمنځ نښتې په داسې حال کې دوام موندلی چې بدخشان په وروستیو میاشتو کې د طالبانو پر مورچلونو د وسلهوالو بریدونو د زیاتېدو شاهد دی. دواړو لورو په بېلابېلو مواردو کې د مرګژوبلې د شمېر او د جګړې د ډګر د وضعیت په تړاو بېلابېل معلومات وړاندې کړې دي.
تر دې وړاندې ځایي سرچینو تایید کړې وه چې د «سپاهیان میهن جبهې» غړو د جمعې پر سهار وختي(د چنګاښ پر۲۶مه) په یوه ناڅاپي برید کې په یفتل پایین کې د طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ، امنیه قوماندانۍ او د استخباراتو پر مدیریت برید کړی، د څو ساعتونو لپاره یې د دغې ولسوالۍ د مرکز واک په لاس کې اخیستی او بیا یې د طالبانو وسلې له ځان سره وړې دي.
طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د پنجشېر ولایت په درې ولسوالۍ کې د ملي مقاومت جبهې غړي په ډلهيیزه توګه او په داسې حال کې چې لاسونه یې شاته تړل شوي وو، په ډزو وژلي وو. په هغه وخت کې ۸صبح ورځپاڼې داسې راپورونو تر لاسه کړي وو چې د غرونو پر سر د خلکو مېنې او څړځایونه هم د طالبانو له خوا سوځول شوي وو. په هغه وخت کې سرچینو تایید کړې وه چې طالبانو ځوانان له پوښتنې ګروېږنې پرته د «مقاومتي توب» په تور په ډزو وژل.
د قربانیانو د هغه نوملړ له مخې چې د ۸صبح ورځپاڼې لاس ته رسېدلی، د اوو ورځو په اوږدو کې د دغې ولسوالۍ۱۷ تنه ملکیان د طالبانو له خوا په ډزو وژل شوي دي؛ هغه کسان چې کروندګر، ښوونکي یا د ښوونځي زدهکوونکي وو.






