د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محمدباقر ذوالقدر ویلي چې د دغه هېواد بریدونه به «د دښمن تر بشپړې ماتې» پورې دوام وکړي او تهران به د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د وژل شویو ماشومانو کسات واخلي.
الجزیرې شنبه د جولای پر ۲۵مه راپور ورکړی چې ذوالقدر د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو جګړې او د زدهکوونکو وژل کېدو ته په اشارې ویلي چې د ایراني ځواکونو بریدونه به دوام وکړي.
ذوالقدر زیاته کړې: «د ایراني ځواکونو پرلپسې او دقیق بریدونه به د دښمن تر بشپړې ماتې او په میناب کې د وژل شویو بې ګناه ماشومانو تر غچ پورې دوام وکړي او وورسته به هم دوام ولري.»
د راپور له مخې، دغه ایراني چارواکي ویلي چې په دې جګړې کې لوی تلفات د ایران سویل په میناب ښار کې د زدهکوونکو نجونو د ښوونځي اړوند دي.
د ایراني چارواکو په خبره، په دغه برید کې ۱۶۵ کسان وژل شوي او ۹۵ ټپيان دي چې ډېره مرګژوبله ماشومانو ته اوښتې ده.






