د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د نشه يې توکو ضد معينيت وايي په تېرو شاوخوا ١١ مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو او سرحدي سيمو کې سلگونه تنه د نشه يې توکو د قاچاقو په تور نيولي او قضايي ارگانونه يې ور پېژندلي دي .
د نشه يې توکو سره د مبارزې مرستيال وزير جنرال داود داود بي بي سي ته وويل په نيول شوو کې يو شمېر بهرنيان هم شامل دي .
اخواد افغانستان د نشه يې توکو ضدځانگړې محکمه وايي د نيول شوو قاچاق کوونکو له ډلې نه څه باندې دوه سوه تنه يا زنداني شو اويا نقدي جريمه شوي دي . محکمه وايي په محکومو کسانو يو شمېر افغان امنيتي چارواکي او حکومتي مامورين هم دي .
د وزارت په وينا په نيول شوو کې يو شمېر داسې قاچاق کوونکې ډلې او بهرني وکړي شامل دي، چې په سيمه او يو شمېر گاونډيو هېوادونو پاکستان، ايران، هند او تاجکستان کې د مخدره توکو د قاچاقو پراخ کاروبار درلود .
مرستيال وزير داود داود له بي بي سي د يوې ځانگړې مرگې په ترڅ کې وويل د نيول شوو کسانو ترڅنگ دوى په سلگونه ټنه نشه يې توکي هم لاس ته راوړي دي : “د ٢٠٠٩ کال له پيله تر دې دمه، د نشه يې توکو د قاچاقو په تور په ټوليز ډول شپږسوه او پنځه پنځوس کسان نيول شوي او څارنوالۍ ته پېژندل شوي دي . د هېروينو د توليدو ٥٦ لابراتوارونه،يوسل او يو ټنه ترياک او دغه راز دوه ټنه هېروين له منځه يوړل شوي دي .’
ښاغلي داود وويل د دغو کسانو او توکو د نيولو په يو لړ عملياتو کې ورسره بهرنيو ځواکونو هم مرسته کړې ده .
نوموړي د نيول شوو مخدره توکو بيه لسگونه ميليونه ډالر اټکل کړه .
اخوا په افغانستان د نشه يې توکو سره د مبارزې ځانگړې محکمه بيا په تېرو اوو مياشتو کې د يادوو شوو توکو په قاچاقو کې د نيول شوو لسگونو کسانو د محکمې خبره کوي.
د يادې شوې محکمې يوه چارواکې مهرو حميد وايي څه باندې دوه سوه کسان يې محاکمه کړي او له دريو سوو د ورپوته نورو دوسيي ترڅېړنې لاندې دي :
‘ د روان کال د پيل په اوو مياشتو کې ٢١٦ تورن کسان ،د جزا د قانون د ١٦ مادې له مخې په اوږد بنداو نقدي جريمو مجازات او محکوم شوي دي. ‘
مېرمن حميد وايي دوى ته د نشه يې توکو د ورپېژندل شوو تورنو قاچاق کوونکوپه ډله کې يو شمېر امنيتي چارواکي او حکومتي مامورين هم شامل دي :”د نورو نيول شوو کسانو په ډله کې دوه تنه ښځې دي او شل تنه حکومتي کارکوونکي دي . په دوى کې د معدن او صنايعو درې انجنيران، سرحدي پوليس،د ملي امنيت او نشه يې توکو ضد د مبارزې کارکوونکي شامل دي .
د نيمروزاو کندهار ولايتونو د نشه يې توکو سره د مبارزې د مديرانو، د ننگرهار د يوه کارکوونکي او د کابل پروان د لويې لارې د پوليسو د قومندان نومونه يادولى شو .’
افغانستان چې د نشه يې توکو د توليد له اړخه په نړۍ کې لومړى هېواد بلل کېږي، وايي چې د دغو توکو د توليد او قاچاقو د مخنيوي په برخه کې په دې ورستيو کې پام وړ لاس ته راوړنې هم لري .