جنسیتي نابرابري زموږ د زمانې بې عدالتي او د بشري حقونو په وړاندې یوه لویه ننګونه ده چې موږ ورسره مخامخ یو. خو جنسیتي برابري په افغانستان کې یوشمیر ډیرو پیچلو ستونزو ته حل لارې وړاندې کوي. په افغانستان کې هرچیرته ښځې ترنارینه وو په خطرناک وضیعت کې دي – په ساده ډول یې دلیل دادی چې دوی ښځې دي. د لږکیو، زړو میرمنو، معلولیت لرونکو میرمنو او دجګړو له کبله د مهاجرینو او کډوالو لپاره واقعیت تر دې هم خراب دی او ان دوی لومړنیو خدماتو ته لاس رسی نه لري.
پداسې حال کې چې موږ په افغانستان کې د رسمي قوانینو او د عمل دملي پلان په ګډون د ښځو د حقونو په برخه کې مهم پرمختګ لیدلی دی، موږ غواړو چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول پیاوړی اجتماعي او سیاسي فشار ووینو. د افغان ښځو لپاره باید دغه وضیعت بدلون وکړي او د یوه ملت په توګه دا د افغانستان په ګټه دی.
جنسیتي برابرۍ اساسا د ځواکمنتیا یوه پوښتنه ده. له پیړیو پیړیو تبعیض او له پخوا راهیسې د نارینه وو مسلسل واک، د ملګرو ملتونو د سرمنشي په خبره د جنسیتي ځواک توپیر رامنځ ته کړی دی. افغانستان له نورو توپیر نلري؛ او د دې مسلو ثبوت د افغانستان په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي سیستمونو کې هرچیرې ښکاري.
په نړیواله کچه، ښځې که بشپړ نه وي، د رهبرۍ له کچې، د حکومت او د شرکتونو ترمشرتابه او سترو جایزو ته تر نوماندۍ له مهمو برخو بهر ساتل شوي دي. ښځینه مشرانې په افغانستان کې له ځورونو، ګواښونو او ناسم چلند سره مخامخ دي. نجونې او ښځې په افغانستان کې له پیړیو ناوړه چلند او د دوی د لاسته راوړنو د له مینځه وړو سره سره مبارزه کوي. هغوی ښوونځیو ته له تلو منع کیږي، عادي کارونه ورکول کیږي، پرهغوی ملنډې وهل کیږي او معمولا د هغوی ظاهري بڼې ته په کتو پرهغوی قضاوت کیږي او له ورځني جنسي تبعیض، ځورونو او د تورونو له قربانۍ سره مخامخ دي.
په افغانستان کې د یوه ملت په توګه ډیرې ننګونې او ګواښونه شته چې د حل کولو په وړاندې یې خنډونه موجود دي.
په نړیواله کچه، نجونې او ښځې هره ورځ ۱۲ میلیارده ساعته بې تنخواه کار کوي، چې په ساده ډول په اقتصادي تصمیم نیونه کې نه شمیرل کیږي. که افغانستان کې د ټولو لپاره دکار زمینه وي، باید دغه هیواد خپلې پالیسۍ پرداسې احصاییو بنا کړي چې د کرنې په سکتور کې دبې تنخواه کار په ګډون د ښځو ریښتینې همکاري او ونډه په پام کې ونیول شي.
په پوهنتونونو کې د جنسیتي انډول نه شتون او په افغانستان کې د سوداګریزو چارو په تازه جوړو شرکتونو او بنسټونو کې د ښځو کموالی لویه اندیښنه ده، چې پیاوړي او منظم حل ته اړتیا لري. دغه مرکزونه د افغانستان راتلونکې ته لوری ورکوي; افغانستان اجازه نشي ورکولای چې د نارینه وو واکمني پیاوړې او پراخه کړي.
یا داسې جګړه روانه وي چې دافغانستان ویجاړي دوام ولري، د ښځو پروړاندې ننګونې پراخې کړي په مشخص ډول د تاو تریخوالي او ټولنیز جبر په برخه کې. دا چې افغانستان د جګړې پرمهال او یا ترجګړې وروسته له میرمنو یا د خپل نفوس له نیمایي برخې سره څرنګه چلند کوي دا مسله له نورو سره د چلند کولو یو شاخص دی.
او بلاخره، سیاسي استازولي د جنسیتي ځواک د توپیر څرګند سند دی. په اوسط ډول د نړۍ په ټولو پارلمانونو کې یو پر څلورمه ښځې جوړوي. دا کوم تصادف ندی چې هغه حکومتونه چې خپلې اقتصادي بریاوې بیا تعریفوي چې هوساینه او پایښت پکې موجود دی د ښځو لخوا رهبري کیږي.
افغانستان ددې فرصت لري، چې په سیاسي تصمیم نیونه کې د ښځو دبشپړ استازیتوب د کموالي موضوع حل کړي. هغه څه چې په خاص ډول په راتلونکې موده کې مهم دي، هغه د سولې په خبرو اترو کې د ښځو پراستازیتوب اود دوی پراغیزمنې برخې اخیستو تمرکز کول دي.
له کلونو کلونو اساسي او منظمې عدالت غوښتنې وروسته، د افغانستان حکومت د تصمیم نیونې د ډیمو کراتیکو بهیرونو په برخه کې د میرمنو دپیاوړي کولو مسله په رسمي ډول منلې ده.
د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ وروستۍ موافقه په ټول هیواد کې د ښځو دسلګونو شبکو د هڅولو لپاره یو مهم فرصت دی چې نه یوازې د سولې په هر ډول بین الافغاني خبرو اترو کې د ښځو د مساوي استازولۍ لپاره د قوت ټکي پیاوړي کړي، بلکې د افغان ښځو بشري حقونه خوندي او لا یې ښه کوي.
افغان ښځې په ټولنیزه کچه د سولې د منډو ټرلو په هڅولو کې رول ترسره کولو ته دوام ورکوي. په ډیرو دغو هڅو کې چې د ملګرو ملتونو لخوا یې ملاتړ کیږي، نوم وتې افغان میرمنې سره راغونډې شوي چې د سولې د هڅو او سیاسي تصمیم نیونې په بحثونو کې برخه واخلي، چې د تلپاتې سولې لپاره په سیمه ییز او ملي کچه د ټولنیز یووالي مفهوم پیاوړی کړي.
دهغو پرمختګونو په تړاو وړاندوینې چې ممکن بین الافغاني خبرو اترو ته لاره پرانیزي، ملګري ملتونه دافغان ښځو مدافع ډلې هڅوي چې د خپلو کارونو پراساس د افغانستان په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او مدني ژوند کې د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د ساتنې او لاښه کیدو لپاره دستراتیژیو په جوړولو تمرکز وکړي.
دغه ستراتیژۍ چې د ملګرو ملتونو لخوا یې ملاتړ کیږي، باور دادی چې میرمنې باید د سولې په هر ډول رسمي خبرو اترو کې شاملې شي چې پایلې ولري: د هیواد او ټولنې په کچه له مالکیت نیولې د ټولنې د ټولو غړو ترمنځ په سیاسي تصمیم نیونه کې تر بشپړ او معنا لرونکي ګډون پورې.
دا ډیره روښانه ده، چې افغان میرمنې باید دسولې په هرډول رسمي خبرو اترو کې مهمه برخه وي. لکه چې په نړیواله کچه په نورو برخو کې په وار وار ثابته شوې، د سولې په خبرو اترو کې د میرمنو بشپړ او معنا لرونکې برخه اخیستنه د سولې دموافقې پایښت په پراخه کچه ډیروي.
ملګرو ملتونو دعدالت غوښتنې په مټ په ملي او سیمه ییزه کچه د ټول شموله سولې بهیر کې د ښځو د استازیتوب د دوام ملاتړ دښځو لپاره د داسې پلاتفورمونو په رامنځ ته کیدو کړیدی چې ښځي دهغې برخه وي او د خبرو اترو د نورو ګډونوالو په ډله کې دغه ډول بحثونه رهبري کړي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو له ډلو سره کار کړیدی، چې داسې نوې لارې چارې ومومي چې د جګړو د حل په میکانیزمونو کې، چې په سنتي ډول ښځو پکې شتون نه درلود، برخه ولري.
په راتلونکې موده کې د ملګرو ملتونو یو مهم رول افغان ښځو ته د مسلکي مشورو دوام او تخنیکي ملاتړ دی، چې هغوی په اغیزمنه توګه د سولې په خبرو اترو کې د ګډون په موخه، که دوی په رسمي خبرو کی برخه ولري او یا د خبرو له خونې بهر وي، په خپلو کې اتحاد رامنځ ته او خپلې تګلارې او ستراتیژۍ رامخې ته کړي.
په داسې حال کې چې افغان ښځو د نارینه وو پرتله متفاوتې جګړیزې اغیزې تجربه کړیدي، دسولې پرمیز ددوی غږ مهم دی. په افغانستان کې د ښځو شبکې هڅې کوي، چې د سولې په خبرو اترو کې د ښځو برابر استازیتوب ته زمینه برابره او ښځې دسولې د جوړښت رسمي غړې شي چې کیدی شي وروسته د سولې په مذاکراتو کې د پام وړ پایلو سبب شي.
ددې وخت را رسیدلی، چې په افغانستان کې جنسیتي واټن له منځه یووړل شي، چې نه یوازې د سولې په راتلونکو خبرو اترو بلکې له سولې وروسته په ټولو برخو او د افغانستان په سیاسي، اجتماعي، اقتصادي او مدني ډګرونو کې دوی ګډون ولري.
[author title=”تدامیچي یاماموتو” image=”https://8am.media/wp-content/uploads/2020/03/Screenshot_20200308-220208_Gmail.jpg”]تدامیچي یاماموتو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر دی[/author]