دثور دمیاشتې په ۲یمه داسې خبر خپور شو ، چې دثور داتمې دجشن دمراسمو، یوڅه پیسې په ننګرهار کې دزلزله ځپلواوپه بدخشان کې دسیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کېږی .
په خپله افغان ولسمشر حامد کزی هم په ننګرهارکې د زلزلې ځپلو خلکو سره د لېدنې په وخت کې وویل چې دسږکال جشن دمراسمو یوڅه پیسې به دزلزله ځپلو او سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته کېږی . دولسمشر په دغه خبره خلک زیات خوشاله شول داځکه چې په اوس وخت کې دافغانستان خلکوته په مړه خېټه ډوډۍ اوامنیت جشن دٰى. دتېرکال دجشن له جوړونې نه مخکې هم په یوشمېر رسنیوکې دیوشمیر خلکو له خوا، داسې وړاندیزونه خپاره شول چې له دولت نه یی غوښتنه کوله ، چې دجشن لگښت دافغانستان دخلکو داوسنیو اړتیاوو له مخې یو بې ځایه لګښت دى، اوپه کارده چې دغه لګښت چې په میلونونو پیسې کېږی دافغانستان دخلکو دژوند په نورو برخو کې ولګْیږی ، خوددغه وړاندیزونو په هکله دولتی جارواکو خپل غوږونه کا ڼه واجول ، اوبلاخره دتېرکال دثور دمیاشتې په اتمه دجشن د لمانځل په مراسموکې دطالبانواو تروریستانو دبرید له امله چې په افغان ولسمشر اونورو کورنیو اوبهرنیو لوړ پوړو چارواکوباندې وشو،دوه تنه دپارلمان استازی په کې شهیدان کړى شول، خو په خپله حامد کرزې بچ کړىشو .اوپه دغه ډول دجشن ټول مرسم ګډوډ کړى شو . ددغه پېښې له امله دافغانستان دولت یو کمزورى دولت وګڼل شو . سږکال بیاهم په یو شمېر رسنیوکې د خلکو له خوا، له دولت نه وغوښتل شو ، چې د جشن دمراسمو پیسې دې اړو کسانوته ورکړى شی ، نه داچْې په جشن ولګېږی . دنوموړى وړاندیز له مخې افغان ولسمشر حامد کرزی هم داښه وګڼله چې د جشن په ځاى یوڅه پیسې دسیلاب ځپلواو زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته وشی اودجشن دجوړولو دکمیسیون سره په تفاهم کې دا پرېکړه وشه چې دجشن مراسم په ډېر ساده ډول ولمانځی اوزیاته اندازه پیسې یی دبدخشان او ننګرهار ځپل شوو کورنیوته ورکړی دافغانستان خلک دحامد کرزی ددغه پرېکړې څخه دېر خوشاله شول ، اودغه مرسته یی دننګرهار او بدخشان دخلکوسره یو په ځاى مرسته وګڼله . ددې په څنګ کې خلک له دولت نه دا هم غوښتنه کوی چې د دغه رنګه بې ځایه لګښتونو مخه دې په ټولو برخو کې ونیسی اوهغه څه دې وکړی چې خلکو ته یی ګټه ورسېږی . زموږ غریبی او بې وزلی نن له هیچانه پټۀ نه ده . کله چې په هېواد کې امنیت ټینګ شو او په خېټه خلک ماړه شول ، او زمونږ امنیتی حواکونه دد ې جوګه شول چې دجشن دلمانځلو په وخت کې امنیت په بشپړ ډول نیولاى شی ، نوبیا به خپل ټول جسشنونه په ډېره خوشالۍ دخپلو خلکو اونړیوالو سره یوځاى لمانځو . په اوس وخت کې بیاهم خلک له خپل دولت نه غواړی چې سږکال جشن دې لا ډېر ساده ولمنځل شی . داځکه چې دوطن دښمنان په څو، کې ناست دی او غواړی چې بیاهم دتېر کال په څیر، غملړلی پیښی را منځته کړی. نو دولت ته په کار ده چې د تیر کال د تجربی په پام کې نیولوسره د مجاهدیاو دبریالیتوب د جشن ۱۷ مه کالیزه، د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځی، ترڅو په دغه ډول دوطن دښمنان ونه شی کولاى چې خپلې شومې دسیسې بیا هم عملی کړی.







