د نن ورځې “د لوګی او اور له منځه” په راپور کې هغه خور له ځانه سره لرو چې د خپلې کورنۍ درې تنه عزیزان یې له لاسه ورکړی. هغه د خپل ژوند ترخې خاطرې داسې بیانوی: “په داسې حال کې چې لږ عمر لرم. خو په ژوند کې مې ډیرې ناخوالې لیدلی دی. زه د لس ګونو خلکو د مرګ او معیوب کېدو شاهده یم. خپلوان مې د هیواد په پېښو کې له لاسه ورکړی دی. خو کاشکې د هغوې په مرګ زموږ هېواد ته ارامی راتلای شوای او جګړه نه یواځې په دې هېواد کې، بلکې په ټوله نړۍ کې پای ته رسیدلای شوای. اوس هم د بهرنیو هېوادونو په طمع یو، چې زموږ هیواد ته به سوله او ارامی راولی، خو ورځ تر بلې ناامیده کیږم او ویریږم، چې د سولې مخ به وګورم او که نه. هغه وخت چې د کمونیستی ځواکونو پښې زموږ هېواد ته راننه وتلې، هغه خلکو چې وسع یې درلود له هېواد څخه دباندې ولاړل او هغه خلک چې پاتې شول مجبوره وو، چې قربانی ورکړی او ستونزې وګالی. د دغه کورنیو تر منځ موږ هم وو، چې باید قربانی ورکړو. د نجیب د حکومت پر مهال په یوه راکټی پېښه کې مې ماما، چې ۶۵ کاله عمر یې درلود او د هغه لور چې ۲۲ کلنه وه. په یوه راکټی پېښه کې په شهادت ورسیدل او زموږ کورنۍ یې دردمنده کړه. تر اوسه لا د هغوې دردونه نه وو ارام شوی او هیر شوی مو نه وو، چې مجاهدین بریالی شول او له یوې مودې وروسته خپل منځی جکړې پېل شوې. د جهادی حزبونو د جګړو پر مهال د ماما ځوې مې، چې ۲۱ کاله عمر یې درلود د دارالامان ماڼۍ په سیمه کې شهید شو او زموږ کورنۍ یې یو ځل بیا غمجنه کړه. په ډیره لږه موده کې مو د خپل کور درې تنه غړی له لاسه ورکړل او تر اوسه هم جګړې دوام لری. نه پوهیږم چې دغه جګړې به زموږ ملت ته څه ګټه ورسوی. زه له خدای پاک څخه غواړم، چې ډېر ژر ارامې راولی او هغه خلک، چې د بشری حقونو په نقض باندې تورن دی، په ښکاره توګه په بې طرفه محکمو کې محاکمه شی؛ تر څو دغه ملت ارام شی او د قربانیانو کورنۍ هم پوه شی، چې دولت د هغوی په فکر کې دی او له حقونو څخه یې دفاع کوی.
قدرمنو لوستونکو: – د دې برخې د ښه کېدو په غرض موږ ستاسو، سالمو نیوکو، څرګندونو او وړاندیزونو ته د قدر په سترګه ګورو. ستاسو د دې په څېر راپورونو ته په دغه نښه ستړګې په لار یو.
Info_afg@solidarity for justice.org.af






