امریکا وایی افغانانو ته د بګرام زندان د چارو سپارل یې د ۲۰۱۲ کال تر جنورۍ پورې وځنډول.
افغانانو ته د دغه زندان د چارو سپارل په افغانستان کې د روانې جګړې د پای د نښو په توګه یادېدل.
خو امریکایی چاروکو هوډ کړی، چې د افغانستان قضایی سیستم لاهم ډېر کمزوری دی، او دا به له وخته وړاندې وی چې د پروان د زندان چارې افغانانو ته وسپارل شی.
یوه امریکایی پوځی چارواکی چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې، ویلی ‘په دې برخه کې، افغانان داسې یو قضایی چوکاټ نه لری، چې په لړ کې یې په هېواد کې د اورپکو له لوری له تاوتریخوالی جوړوونکو کسانو سره څرنګه معامله وکړی. ‘
د کابل په شمال کې د بګرام امریکایی زندان شتون د ګڼو افغانانو په اند په دغه هېواد کې د امریکا د اوږدمهاله پاتې کېدو نښې ګڼل کېږی.
له ۲۰۰۱ راپدېخوا، د امریکا پوځ په افغانستان کې د اورپکۍ په شک ګڼ افغانان او بهرنیان نیولی، چې ډېرﺉ یې له محاکمې پرته په زندان کې پراته دی.
خو ددغه زندان تر درېیمې برخې لږ بندیان افغانانو ته سپارل شی.
پوځی چارواکو دا هم ویلی چې په تېرو درو کلونو کې د بګرام د زندانیانو شمېر درې برابره [۲۶۰۰ بندیان] ډېر شوی دی.
دوی وایی په دغه زندان کې یو شمېر هغه بانفوذه اورپکی بندیان دی، چې په لویو ناامنیو کې یې لاس درلود.
ددغه زندان د خونو د جوړېدو چارې په ۲۰۰۹ کې پیل شوې دی.
د افغانستان د عدلیې وزارت مرستیال وزیر محمد قاسم هاشمزی وړاندې ویلی وو: ‘هېڅ شک نه شته، چې د افغانستان د قانون په چوکاټ کې د محکمو څېړنې او کنټرول یو لوی ګام دی. ‘






