د انټرنېټی لټون شرکت گوگل د نکسس په نامه په لومړی ځل خپل گرځنده تیلې فون مارکېټ ته وړاندی کړ اوپه مارکېټ کې به د سمارټ فون یا زیرکو تیلی فونونو سره سیالی کوی .
خو انتقاد کوونکی وایی د گوگل په دې تیلی فون کې څه نوى شی نشته او تقریباً ټول هغه څه لری چې سیال زیرک تیلی فون یې لری . خلک د خپلو ګرځنده یا موبایل ټېلفونونو له لارې په ډېرېدونکې توګه انټرنېټ ته لاسرسی مومی .
د انټرنېټی لټون سردار ګوګل غواړی چې په دغه مارکېټ کې چې ډېره ګټه پکې ده خپله ونډه ولری، چې تر یوهه ځایه د تکنالوژۍ د ودې پر څرنګوالی خپل اغېز ولری . ګوګل پر خپل نوم ډاډه دی چې دومره پیاوړی دی چې د اپل له آی فون سره ډغرې ووهی، چې اوس مهال د سمارت فون یا زیرکو ټېلفونو د ډګر واکمن دی .
انتقاد کوونکی ادعا لری چې د ګوګل په ټېلفون کې دومره نوی څه نشته . تقریباً هماغه وړتیاوې او ځانګړنې لری چې سیال زیرک ټېلفونونه یې لری، او د ګوګل ټېلفونو د عملیاتی پوستکالی یا سافت وېر چې اند راید نومېږی لا له وړاندې په څو نورو ټېلفونو کې هم شته دی .
خو ګوګل وایی خپل تولید به په نویو لارو بازارته وړاندې کړی چې مارکېټ ته به ټکان ورکړی او د ټېلفونونو د خرڅلاو څرنګوالی به بدل کړی .
نکسس ون د گوگل د څو موبایل ټېلفونونو لومړنی دی چې د کمپیوټری تنکنالوژۍ یو تر ټولو ډېر خوځنده ډګر کې د ګوګل حضور تامینوی .
د ګوګل انجنیرانو دغه ټېلفون طرحه کړی دی چې د ټېلفون جوړولو ټایوانی شرکت ” ایچ تی سی” جوړ کړی دی .





