۸صبح، هرات: په هرات کې د طالبانو سیمهییزو مسوولانو دغه ولایت ته د ترکیې د بشري مرستو د رسېدو خبر ورکړی دی.
په هرات کې د طالبانو اقتصاد ریاست چهارشنبه د غبرګولي پر ۲۳مه ویلي چې دا مرستې د اورګاډي پټلۍ له لارې دغه ولايت ته رسېدلي او په تورغونډۍ بندر کې د دغې ډلې مسوولانو ته سپارل شوې دي.
د ترکیې په بشردوستانه مرستو کې ۶۲۰ ټنه خوراکي او غېرخوراکي توکي چې اوړه، خیمې، کمپلې، صابون او نور د اړتیا وړ توکي دي، شامل دي. دا مرستې د هېواد وروستیو سېلابّځپلو کورنیو سره شوي.
ترکیې تېر کال په لیندۍ میاشت کې هم افغانستان ته ۵۰۰ ټنه بشري مرستې لېږلې وې.
هغه مهال په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر احمدالله متقي ویلي و چې ۳۰۰ ټنه زلزلهځپلو او ۲۰۰ ټنه نور له ګاونډیو هېوادونو را اېستل شویو کډوالو ته ځانګړې کېږي.