کورني خبرونه

سرچینې: طالبان تنقیص شوي جنګیالي بېرته په خپلو لیکو کې جذبوي

۸صبح، کندهار: سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالبان په څلورو ولایتونو کې تنقیص شوي جنګیالي بېرته خپلو لیکو کې جذبوي او ځينو ته یې له دندې پرته د میاشتې پنځه زره افغانۍ معاش ټاکلی دی. سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې طالبانو د خپلو هغو جنګیاليو چې شاوخوا یونیم کال مخکې تنقیص شوی و، په کندهار،...

۲۰ ورځې ناخبري؛ په کابل کې یو ۱۴ کلن هلک لادرکه شوی

۲۰ ورځې ناخبري؛ په کابل کې یو ۱۴ کلن هلک لادرکه شوی

۸صبح، کابل: سرچینې وايي چې په کابل ښار کې یو ماشوم لادرکه شوی او د څو ورځو په تېرېدو یې لا هم د برخلیک په اړه معلومات نه شته. سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا ماشوم «صفا» نومېږي او د کابل ښار د خېرخانې له سیمې لادرکه شوی دی. د سرچینو په خبره، نن...

یونیسف او یونیسکو افغان نجونو او ښځو ته د زده‌کړو حق د بېرته ورکولو غوښتنه کړې

یونیسف او یونیسکو افغان نجونو او ښځو ته د زده‌کړو حق د بېرته ورکولو غوښتنه کړې

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) او د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) په افغانستان کې نجونو او ښځو ته د زده‌کړو حق د بېرته ورکولو غوښتنه کړې ده. یونیسف چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه راپور ورکړی له زده‌کړو د نجونو او ښځو دوامداره محرومیت او پرلپسې بحرانونو، د زده‌کړو تقاضا او...

یونیسف: په افغانستان کې ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

یونیسف: په افغانستان کې د لومړنیو زده‌کړو په عمر ۵۳ سلنه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې په افغانستان کې د لومړنیو زده‌کړو په عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زده‌کړو بې‌برخې دي. یونیسف چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه د ملګرو ملتونو له ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) سره په ګډ راپور کې ویلي چې د نفوس زیاتوالی، پر نجونو او ښځو ښوونیز...

محمدصادق د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازې سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

محمدصادق د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازې سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي چې د پاکستان لپاره د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له نوې استازې سره یې د افغانستان پر بشردوستانه وضعیت خبرې کړې دي. صادق چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د پاکستان لپاره د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ له نوې ګومارل شوې استازې نوریکو تاکاګي سره...

رباب فاطمې د خلکو د ننګونو د ارزونې په موخه د افغانستان ختیځو سیمو ته سفر کړی

رباب فاطمې د خلکو د ننګونو د ارزونې په موخه د افغانستان ختیځو سیمو ته سفر کړی

۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې د افغانستان ختیځو سیمو ته د خپل سفر په ترڅ کې له ځايي اوسېدونکو سره لیدلي او پر شته اړتیاوو او ننګونو یې خبرې کړې دي. یوناما چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه راپور ورکړی چې رباب فاطمې د اکتوبر له ۲۷ تر ۲۹ پورې د افغانستان ختیځو...

په خوست کې خلک په خپل لګښت یو سړک جوړوي

په خوست کې خلک په خپل لګښت یو سړک جوړوي

۸صبح، خوست: سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د خوست په قلندر ولسوالۍ کې یو سړک د ځايي اوسېدونکو په لګښت جوړېږي. سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د دغه سړک په بشپړېدو به کمران کلی له خوست ښار او د قلندر ولسوالۍ له بازار سره ونښلول او د خلکو تګ‌راتګ به اسانه شي. د سرچینو په...

یونیسف: په ۲۰۲۵ کال کې پر ښوونځيو څه باندې زر بریدونه ثبت شوي

ملګري ملتونه: د افغانستان ښوونیز نظام د تقاضا له زیاتوالي او د وړتیا له کمښت سره مخ دی

۸صبح، کابل: ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان ښوونیز نظام د زده‌کړو لپاره د مخ پر زیاتېدونکې تقاضا او د ښوونځیو او ښوونیزو خدماتو د محدودې وړتیا ترمنځ له پراخېدونکي واټن سره مخ دی. دغه بنسټ چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه ویلي چې د نفوس ډېروالی، پرلپسې بحرانونه، کمه پانګونه او په پراخه کچه د...

د افغانستان لپاره ځانګړي وجهي صندوق د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پر ارزښت ټينګار کړی

د افغانستان لپاره ځانګړي وجهي صندوق د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا پر ارزښت ټينګار کړی

۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره ځانګړي وجهي صندوق (STFA) وايي چې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د ښځو لپاره د کاري بوختیاوو او ګټې وټې فرصتونه رامنځته کولی شي. دغه بنسټ چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه راپور ورکړی چې په افغانستان کې له متشبثو ښځو ملاتړ، د هغوی د اقتصادي فعالیتونو له پراختیا سربېره، د نورو ښځو له روزنې او اقتصادي...

طالبانو افغانستان ته د نږدې ۷۰۰ کسانو د جبري را ستنېدو خبر ورکړ

طالبان: ۶۴۲ کسان په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړای شوي

۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی چې پرون ۱۴۱ افغانې کورنۍ چې ۶۴۲ کسان کېږي، په جبري ډول افغانستان ته ستنې شوې دي. د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه ویلي ۵۳ کورنۍ چې ۲۸۷ کسان کېږي، د تورخم له لارې راغلې دي. د نوموړي په خبره، ۱۵ کورنۍ په کندهار کې د سپین بولدک له لارې...

Page 1 of 1734 1 2 … 1,734

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

پادکست