د مقالې لېږل

۸صبح، ورځپاڼه د هغو مقالو هرکلی کوي، چې د هېواد د لیکوالو او څېړونکو له خوا په چاپي نسخه کې د چاپ او یا زموږ آنلاین لپاره رالېږل کيږي.

• د مقالو د رالېږلو شرایط:

• ۸صبح، داسې مقاله نه‌شي خپرولای چې د دموکراتیکو ارزښتونو او بشري حقونو خلاف وي.

• ۸صبح، د هغو مقالو، چې (په افغانستان کې د مېشتو قومونو، مذهبي ډلو او لږکیو سپکاوي) سره، د افغانستان نافذه قوانین نقضوي، له خپرولو ډډه کوي.

• لیکنه باید پخپله د لیکوال له خوا راولېږل شي او یا لږتر لږه د لیکوال له خوا د خپرولو د اجازې لپاره پکې توضېح ورکړل شوې وي.

• هغه مقاله چې ۸صبح، ته رالېږل کېږي باید متن یې روان، سلیس، د لوستو وړ،او ورځپاڼه کې خپرېدلو ته برابره وي.

• ۸صبح، د هېواد د لیکوالو له څېړنیزو مقالو هرکلی کوي، څېړنیزې مقالې باید د واقعیتونو پربنسټ وي، احساسات او عواطف او یا شخصي تمایلات له واقعي شننې سره توپیر لري. ۸صبح، دا ډول څېړنې او ځیرنې نه خپروي.

• مقاله باید د پام وړ موضوع او منځپانګه ولري.

• ستاسو مقاله باید له دې مخکې په بل ځای کې نه‌وي خپره شوې او په راتلونکي کې هم د ۸صبح، د مالکیت حق له یادولو پرته خپره نه‌شي.

• هغه مقاله چې په پښتو ژبه ۸صبح، ورځپاڼې ته رالېږل کېږي، باید تر ډېره په کره پښتو کلیمو لیکل شوې وي.

• هغه مقاله چې ۸صبح، ته رالېږل کېږي باید له ۷۵۰ کلیمو کمه او له ۱۲۰۰ کیلمو زیاته نه وي. ۸صبح، د اوږدو مقالو له خپرولو ډډه کوي.

• هڅه وکړئ چې رالېږل شوې مقاله مو، اصلي سرلیک، په متن کې فرعي سرلیکونه او همداراز ځینې نور سرلیکونه ولري.

• د لیکوال یا ژباړن لنډه پېژندګلوي، آثارو او سرلیکونو، اړیکې شمېرې، برېښنالیک او یوه عکس له مقالې سره مل راولېږئ، معرفي کول باید له یوې کرښې زیات نه وي.

• که ستاسو رالېږل شوې مقاله، د یوې انګلیسې لیکنې ژباړه وي، باید له اصلي متن سره یو شان وي او د اصلي متن لینک هم ورسره وي. هڅه وکړئ که مقاله Hyperlink ولري ورسره یو ځای یې کړئ.

• که مقاله د ژباړې پرمهال خلاصه کوئ، دا موضوع باید روښانه کړئ.

• رالېږل شوې مقاله باید د «Docx» او یا «Doc» په بڼه وي. دا بڼې، د Office ټولګې له ډلې د Word پروګرام لپاره د زېرمه کولو وړ دي. هیله ده د PDF په بڼه د لیکنې له رالېږلو ډډه وکړئ.

• مقاله له ترلاسه کېدو وروسته، کتنپلاوي ته سپارل کېږي، کتنپلاوی د لیکنې د منلو یا نه‌منلو واک لري.

• د یوې مقالې خپرېدل ښایي له ۲۴ ساعتونو تر درې ورځې وخت واخلي.

د مقالې رالېږل:

پاملرنه: هیله ده خپل نوم، تخلص، انځور او یا هر بل څه چې پکې شاملېږي، د Word په بڼه راولېږئ.

هیله ده خپله مقاله په لاندې برېښنا لیک راولېږئ:

[email protected]