ورځيني راپورونه

مرګوني سېلابونه او د طالبانو بې پروايي؛ په غور کې سيلاب ځپلي له لوږې سره مخ دي

مرګوني سېلابونه او د طالبانو بې پروايي؛ په غور کې سيلاب ځپلي له لوږې سره مخ دي

په غور کې د سېلابونو له راوتلو درې ورځې تېرېږي. په دغو سېلابونو کې څه باندې ۵۰ کسان مړه او لسګونه نور لادرکه شول. په سېلابونو کې زرګونه کورونه په قسمي او کلي ډول ویجاړ شوي او د خلکو ټول شته له منځه تللي. د زرګونو جریبه کرنیزو ځمکو حاصلاتو او څارویو له منځه تلل، د پلونو او بندونو ویجاړېدل،...

ځپوونکي سېلابونه او درانه ځاني او مالي زیانونه؛ سېلاب ځپلي له ګڼو ننګونو سره مخ دي

اقلیمي ناورین او د ستراتېژۍ نشتوالی؛ سېلاب ځپلي: طالبان طبیعي پېښو ته د چمتووالي کوم پلان نه لري

د هېواد ډېری اوسېدونکي وايي چې په افغانستان کې د تېرو دوو اوونیو سېلابونو وښوده چې طالبان د طبیعي پېښو د مدیریت وړتیا نه لري. هغوی ټينګار کوي چې طالبانو په تېرو نږدې درېیو کلونو کې خلکو ته خدمات وړاندې کړی نه دی. د دوی د ادعا په حواله، طالبان د حکومتولۍ او مدیریت لپاره جوړ نه دي او په...

سېلابونو په غور کې د جام څلی د نړېدو له ګواښ سره مخ کړی

سېلابونو په غور کې د جام څلی د نړېدو له ګواښ سره مخ کړی

په غور کې ولسي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د وروستیو خونړیو سېلابونو له راوتلو وروسته، د جام لرغونی څلی د نړېدو له ګواښ سره مخ دی. د هغوی په خبره، سېلابي اوبه د جام له څلي راچاپېره شوې دي او د دغه څلي د نړېدو خطر یې ډېر کړی دی. بل پلوه، د غور فرهنګیان او اوسېدونکي...

طالبان: په بامیان کې پر بهرنیو سېلانیانو شوي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر شپږو ته پورته شو

په بامیان کې پر بهرنیو سېلانیانو شوي برید ته غبرګونونه؛ خلک طالبان تورنوي او طالبان بهرني استخبارات

په بامیان کې د درېیو بهرنیو سېلانیانو او درېیو افغانانو وژنې ته پراخ کورني او بهرني غبرګونونه ښودل شوي دي. امریکا، بریتانیا، اروپايي ټولنې، جاپان، ایران او یوناما پر دې پېښې اندېښنه ښودلې ده. بریتانیا له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي. د طالبانو کورنیو چارو وزارت منلې چې د بامیان په مرکز کې د...

په ایران کې د لوستو افغان مېرمنو ژوند؛ کړاومن کار او ناڅیزه کارګټه

په ایران کې د لوستو افغان مېرمنو ژوند؛ کړاومن کار او ناڅیزه کارګټه

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او اسیايي او اروپايي هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته د کډوالۍ لړۍ له پېلېدو وروسته، ډېری افغانان ایران ته لاړل. له هغه ځایه چې ښځې او نجونې تل په افغانستان کې له سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري ناورینونو ډېرې اغېزمنې دي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یې حالت نور...

د بهرنيو اسعارو د مخنيوي هڅې؛ د زابل اوسېدونکي: په ښار کې افغاني بانک نوټونه نشته

د بهرنيو اسعارو د مخنيوي هڅې؛ د زابل اوسېدونکي: په ښار کې افغاني بانک نوټونه نشته

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک شاخوا ۱۰ مياشتې دمخه د دغې ډلې د غایب مشر ملا هیبت‌الله په امر يو فرمان صادر کړ او په ټول هېواد کې يې د بهرنيو اسعارو پر راکړې‌ورکړې بنديز ولګاوه. د افغانستان په سویلي ولايتونو کې کندهار، هلمند، زابل او ارزګان چې ذ پاکستان پولې سره نږدې دي، ډېره فیصدي خلک...

په غور کې د سېلابونو له کبله اوښتي ځاني او مالي زیانونه؛ سېلاب ځپلي: «نړیوالو هېر کړي یو»

په غور کې د سېلابونو له کبله اوښتي ځاني او مالي زیانونه؛ سېلاب ځپلي: «نړیوالو هېر کړي یو»

د غور اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې سېلابونو څه باندې ۲۰ کسان مړه کړي. د هغوی په وینا، سلګونه کورونه او هټۍ ویجاړې او لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې اغېزمنې شوې دي. د غور ځیني اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې ځپوونکو سېلابونو ۵۸۰ دوکانونه او ۶۰۰ کورونه ویجاړ یا زیانمن کړې دي. د دوی په خبره، سېلابونو...

په افغانستان کې د ترهګرو ازاد فعالیت؛ اتلانتیک شورا: سیمه له پولې اخوا تاوتریخوالی ګواښي

په افغانستان کې د ترهګرو ازاد فعالیت؛ اتلانتیک شورا: سیمه له پولې اخوا تاوتریخوالی ګواښي

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سیمې او نړۍ ته په یو لوی سرخوږي بدل شوی دی. د نړیوالو بنسټونو په ګډون ډېری هېوادونه د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې د اورپکو ډلو له حضوره اندېښنه لري. تازه اور اسیا ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې په افغانستان کې ۲۳ لویې ترهګرې ډلې ازاد فعالیت لري. د دغې ورځپاڼې په...

په هلمند کې د جنايي پېښو زیاتېدل؛ ولس: طالبان یې د مخنیوي وس نه لري

هلمند د افغانستان په سوېل کې پروت ولايت دی او یو وخت د کوکنارو ستر توليدونکی ولايت ګڼل کېده؛ خو وروسته تر هغې چې طالبانو په هېواد کې د کوکنارو پر کرنه بنديز ولګاوه د نورو ولايتونو په پرتله د دغې ډلې د بنديز له کبله د هلمند اوسيدونکو سخت زيان ولید او دا مهال په یو ناوړه اقتصادي وضعيت...

له ستړو خلکو تر ناچارو نړیوالو بنسټونو

د مذهبي ازادۍ لپاره عدالت غوښتنه؛ طالبان د هېوادوالو او نړۍ غوښتنې له پامه غورځوي

طالبانو د تېرو درېیو کلونو پرمهال په افغانستان کې پر مذهبي لږکیو ډېر محدودیتونه لګولي دي. د دغې ډلې مشران او غړي چې ډېری یې د حنفي مذهب د «دیوبندي» څانګې پالونکي دي، نور مذهبونه نه پېژني او د دغو مذهبونو له پالونکو سره توپیري چلند کوي. له عدلي او قضايي ارګانونو څخه د شيعه‌مذهب پالونکو ګوښه کول، د تراویح...