بهرني خبرونه

حوثیان: د یمن په شمال کې مو د سعودي عربستان یوه بې‌پیلوټه الوتکه رانسکوره کړې

حوثیان: د یمن په شمال کې مو د سعودي عربستان یوه بې‌پیلوټه الوتکه رانسکوره کړې

حوثیانو اعلان کړی چې د یمن په شمال کې د صعده ولایت پر فضا یې د سعودي عربستان یوه بې‌پیلوټه الوتکه رانسکوره کړې ده. د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع سه شنبه د اکټوبر پر ۱۳مه، ویلي چې دغه بې‌پیلوټه الوتکه «وینګ لونګ ۲» ډوله وه. هغه زیاته کړې چې دغه الوتکه د «دښمنانه ماموریتونو» د ترسره کولو پر مهال...

د ګوټرېش راپور؛ بشري ناورین لاپسې زیات شوی او  د طالبانو ځپونکي تګلاره لا سخته شوې

ګوتېرېش د څه باندې ۱۰۰ کډوالو تر ډوبېدو وروسته د کډوالۍ لپاره د خوندي لارو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د جیبوتي په ساحلي اوبو کې د څه باندې ۱۰۰ کډوالو تر ډوبېدو وروسته، د کډوالۍ لپاره د خوندي او قانوني لارو د برابرولو غوښتنه کړې ده. ګوتېرېش دوشنبه د اکتوبر پر ۱۲مه په اېکس کې لیکلي چې په دې پېښه کې ځينو کډوالو ژوند بایللی او ځينې نور لادرکه دي. نوموړي دا پېښه...

ټرمپ د امریکا د مشرانو جرګې له خوا د جګړې د صلاحیتونو د پرېکړه لیک تصویب «بې‌وخته او بې‌مانا» وباله

ټرمپ له روسیې سره د ډیزلو تېلو د برابرولو هوکړه «سم انتخاب» بللی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له روسیې سره د ډیزلو تېلو د برابرولو هوکړه سمه پرېکړه بللې او ترې دفاع یې کړې ده. ټاس خبري اژانس دوشنبه د اکتوبر پر ۱۲مه راپور ورکړی چې ټرمپ په دې اړه ویلي، د امریکایانو لپاره یې سمه پرېکړه کړې ده. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او ټرمپ د اکتوبر پر ۹مه په ټلیفوني...

د لبنان او اسراییل پولې ته نږدې چاودنه؛ لس کسان ټپیان شوي

د لبنان او اسراییل پولې ته نږدې چاودنه؛ لس کسان ټپیان شوي

د اسراییل په شمال کې د لبنان پولې ته نږدې چاودنه کې ۱۰ کسان ټپيان شوي او اسراييلي ځواکونه د سیمې ځای ته استول شوي دي. الجزیرې دوشنبه د اکتوبر پر ۱۲مه راپور ورکړی چې اسراييلي پوځ ویلي چې ځواکونه یې د سیمې ځای ته رسېدلې دي. تر اوسه د چاودنې لامل څرګند نه دی او د ټپيانو د وضعیت...

دوو امریکايي اقتصادپوهانو په اقتصاد کې د ۲۰۲۶ کال د نوبل جایزه وګټله

دوو امریکايي اقتصادپوهانو په اقتصاد کې د ۲۰۲۶ کال د نوبل جایزه وګټله

د امریکا دوو اقتصادپوهانو رابرت هال او مایکل وودفورډ، د اقتصادي ماډلونو او په اقتصادي ثبات کې یې د ونډې په اړه د څو لسیزو څېړنو له امله په اقتصاد کې د ۲۰۲۶ کال د نوبل جایزه وګټله. رویټرز دوشنبه د اکتوبر پر ۱۲مه راپور ورکړی چې دا جایزه د له ښکته څخه پورته اقتصادي ماډلونو د پراختیا په برخه...

عارف علوي: په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان د ډیموکراسۍ پر تابوت وروستی مېخ دی

عارف علوي: په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان د ډیموکراسۍ پر تابوت وروستی مېخ دی

د پاکستان پخواني ولسمشر عارف علوي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت اعلان د «ډیموکراسۍ پر تابوت وروستی مېخ» بللی دی. علوي دوشنبه د اکټوبر پر ۱۲مه، پر ټولنیزه شبکه اېکس په یوه پیغام کې اسلام‌اباد د ډیموکراسۍ پر کمزوري کولو او د دغه ایالت د ټاکل شوي حکومت پر څنګ ته کولو تورن کړی دی. د پاکستان...

انتونیو ګوتېرېش: د فلسطیني وګړو ډله‌ییز مجازات د توجیې وړ نه دي

ګوتېرېش په نړۍ کې له هرو پنځو نجونو یوه یې له ۱۸ کلنۍ مخکې واده کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وايي چې په نړۍ کې له هرو پنځو نجونو یوه یې له ۱۸ کلنۍ مخکې واده کوي. ګوتېرېش یکشنبه د اکتوبر پر ۱۱مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د ماشومانو ودونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د میلیونونو نجونو ښوونه، روغتیا او امنیت له ګواښ سره مخ کوي. نوموړي ټينګار کړی چې...

یونیسف: په افغانستان کې ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان د لوستلو لومړني مهارتونه نه لري

یونیسکو: هره نجلۍ دې ازاده وي او د خپلې راتلونکې لپاره دې پرېکړه وکړي

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) وايي چې هره نجلۍ باید ازاده وي او وتوانېږي زده‌کړې وکړي، پرمختګ وکړي او د خپلې راتلونکې لپاره پرېکړه وکړي. نوموړي بنسټ یکشنبه د اکتوبر پر ۱۱مه د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د ماشومانو ودونه لا هم د میلیونونو نجونو د زده‌کړو او پرمختګ...

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر او د تحریک انصاف ایالتي مشر ونیول شو

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر او د تحریک انصاف ایالتي مشر ونیول شو

د پاکستان تحریک انصاف (پي‌ټي‌ای) ګوند اعلان کړی چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي، د دغه ایالت د ایالتي شورا رییس بابر سلیم سواتی او د ګوند ایالتي مشر جنید اکبر خان نیول شوي دي. دغه ګوند یکشنبه د اکتوبر پر ۱۱مه اعلان کړی چې یاد کسان په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت تر اعلان وروسته نیول...

فوربس: د نجونو پر زده کړو محدودیتونو د افغانستان اقتصاد کمزوری کړی دی

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: نجونې راتلونکې ته نه ګوري، بلکې جوړوي یې

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) ویلي چې نجونې راتلونکې ته نه ګوري، بلکې له همدا اوسه یې په جوړولو بوختې دي. نوموړي بنسټ یکشنبه د اکتوبر پر ۱۱مه د نجلۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د نجونو لیدلورو او غوښتنو ته دې غوږ ونیول شي او د هغوی د رهبرۍ رول د پیاوړتیا لپاره دې...

Page 1 of 417 1 2 … 417

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب