د سپورټي ځایونو کمښت او لوړې بیې؛ د کابل ځوانان د ورزش په برخه کې له شته ستونزو شکایت کوي
په کابل کې یو شمېر ځوانان په بېلابېلو سیمو کې د مناسبو او معیاري سپورټي ځایونو له کمښته شکایت کوي. دوی وایي چې د ورزش لپاره اړ دي له خصوصي سالونونو او میدانونو ګټه واخلي او په بدل کې یې د ساعت له مخې پیسې ورکړي. د دوی په وینا، د دغو ځایونو د کارولو بیې د ډېرو ځوانانو لپاره...











