-
راپورونه
نړیوال جهاد ته د هبتالله ژمنتیا؛ طالبان له پولې اخوا جګړې ته چمتو کیږي
د طالبانو د ډلې مشر ملاهبتالله، ددغې ډلې غړو ته امر کړی چې له هېواده بهر جګړې ته چمتو شي! دغه موضوع د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو د بشري سرچینو له رئیسانو سره د هبتالله د کتنې په راپور کې روښانه شوې ده. ددې راپور یوه نسخه چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلې، ښيي چې هبتالله ترخپل لاس لاندې کسان له پولې هاخوا د جګړې پراخولو ته هڅوي. د هغه په وينا، طالب جنګيالي بايد خپلې زغرې واغوندي او په ټوله نړۍ کې د شريعت واکنمولو ته چمتو شي! هبتالله څرګنده کړې ده، چې یوه ورځ به د نړۍ نورو برخو ته د طالبانو غړي واستوي. دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له لوېدیځ او په ځانګړې توګه له امریکا سره د طالبانو د هوکړې له مخې، ددې ډلې رژیم هېڅ ډلې ته اجازه نهورکوي چې د…
-
شننه
هبت الله اخوندزاده؛ د ځانمرګو بریدګرو له مفتي توب نه د طالبانو تر مشرۍ پورې
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده، د رسنیزې ټولنې او هېوادوالو ترمنځ د مرموزې څېرې په توګه پېژندل کېږي. د افغانستان خلکو په تېر یو نیم کال ونه شوای کړای ومني چې د ښځو د له منځه وړونکو منتقدانو، اعتراض کوونکو او د سیاسي او فرهنګي نظر ورکوونکو چې هره ورځ تر ظلم لاندې وي، کومه څېره پټه ده. په دې موده کې طالبانو له خپل پټ شوي او غایب مشر نه هېڅ ډول سند وړاندې نه کړ څو د ټولنې ټولنو پرګڼو او ډېری هېوادوالو لپاره د منلو وړ وي. د طالبانو پټ شویمشر واک ته د دغې ډلې له بیا راتګ وروسته، تل خلکو ته شا اړوي او بیا خبرې کوي. نوموړي حتی د دغې ډلې د عالمانو په شورا کې چې په دې موده کې د طالبانو لویه ناسته بلل کېږي او د طالبانو له خولې،…
-
پرته د ټولي
هبتالله سره د طالبانو د وزارتونو او خپلواکو ادارو د بشري منابعو رئیسانو د لیدنې راپور
ملا هبتالله سره د طالبانو د وزارتونو او خپلواکو ادارو د بشري منابعو رئیسانو د لیدنې راپور د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ.
-
شننه
د خپلو امارتي سیالانو پر وړاندې د ملا هبت الله اداري جهاد
د طالبانو امارت د رهبرۍ او ادارې دوه پلازمېنې لري. کابل د خپلو ادارو، اداري بنسټونو او تاریخي دود له امله د طالبانو په رژیم کې د اداري پلازمېنې په توګه پاتې شوی دی. خو ملا هبت الله د ملا عمر د لارې په خپلولو سره په کندهار کې یوه بله پلازمېنه جوړه کړې چې هلته د امارت نظام (رعیتي خان، امیر/پاچا) واکمن دی. په کابل کې شته نظام او بنسټونه چې سل کاله مخینه لري او په ځانګړې توګه په تېره یوه پېړۍ کې یې پراختیا موندلې، د حکومتولۍ لپاره جوړ شوي او هر هغه ځواک چې واک یې په لاس کې واخلي، که وغواړي او که نه، هغې لارې ته سیخېږي چې د معاصرې حکومتولۍ د شرایطو له مخې اداره کېږي. ان که د داسې یوې بېدیا میشتې ډلې له خوا چې په غاړه کې د تسبیح یا…
-
شننه
طالبان؛ پر ټوله نړۍ د امارتي نظام حاکمولو خوب!
دوه لسیزې دمخه، ملامحمدعمر اخند لخوا، نړۍ ته د القاعده د مشر اسامه بن لادن، نهسپارلو په ځواب کې، امریکا دمخه او اروپا ورپسې، په افغانستان را ننوتل، او د څو اونیو په ترڅ کې یې، د (لویملا) په مشرۍ، اسلامي امارت دړې وړې او د (بنکنفرانس) تر چتر لاندې، افغانستان کې د داسې دموکراسۍ بنسټ کښېود، چې د امریکې او ټولې ناټو د ځواکمن شلکلن حضور په پای ته رسېدلو سره، لکه خوب د افغانانو له ذهن او ژونده والوته! خو دادی، دوه لسیزې وروسته، د طالبانو د دویم امارت مشر، ملاهېبتالله اخندزاده، خپل مخکښو مامورانو ته، دنده سپاري، چې ښاري وګړو له مخلص مسلمانولو روسته، دویم کار یې، «پر ټوله نړۍ اسلامي نظام حاکمول» دي! اوس به معلومه شي، چې آزاده نړۍ، د خپلو ارزښتونو خونديکولو لپاره، یوې نوې لارې او تګلارې ته مخه کوي، که په زړو…
-
پرته د ټولي
نامنور استبداد
ملا هبت الله له اشرف غني سره ځيني ورته والي لري. ښاغلى غني يو لوستی او تحصیل کړی سړی و. هغه د فکري فورمولونو په مرسته هڅه کوله چې افغانستان په چټکۍ سره د یوه «عادل نظام» خاوند کړي څو خپل «کاواکه حکومت» اصلاح کړي او په درېیو کچو «کورنۍ، سیمه ییزه او نړۍواله» کچه خپلې ستونزوې حل کړي څو د هېواد اوبه د تېلو په بیه بازار ته وړاندې شي، برېښنا یې هند او پاکستان ته صادره شي، ترانزيټي لويې لارې ولري او هوايي دهلېز یې د ترانزيت محدوديتونه لېرې کړي. ملا هبت الله هم د هغه په څېر د فکري فورمولونو خاوند دی او د افغانستان لپاره په درېیو کچو یعنې کورنۍ، سیمه ییزې او نړۍوالې کچې پلانونه وړاندې کوي. نوموړي د عادل نظام په اړه هم خبرې کوي او د بشري سرچینو له رئیسانو سره یې په…
-
شننه
طالبان له ملا عمره تر ملا هبتالله
د افغانستان او د طالبانو د ډلې ترمینځ د سولې خبرو اترو په درشل کې، ځینو کورنيو او نړیوالو لابيګرانو هڅه درلوده دا فرضیه پیاوړې کړي، چې ګواکې طالبانو بدلون کړی دی او نور هغه متحجره، وروسته پاتې، سنتي او د ۹۰ لسیزې ایدیولوژیکه ډله نده. د طالبانو لابيګرو ددغه استدلال په وړاندې کولو سره چې دا ځلې به طالبان نړیوالو اصولو ته ژمن پاتې کیږي؛ لکه د ښځو حقونه او د بشريحقونه به په پام کې نیسي او له نړۍ سره به غوره اړیکې ولري، هڅه کوله چې له طالبانو نه نوې څېره خلکو ته وښايي او دغه ډله پاکه او سپینه توصیف کړي. دا مهال چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ نه شاوخوا یو نیم کال تیريږي، لیدل کیږي چې ددغې ډلې په کړنو، خبرو او ایدیالوژۍ کې بدلون ندی راغلی او حتی ځینو برخو کې د…
-
شننه
د طالبانو د خوبونو ټولنه
هغه ټولنه چې طالبان یې غواړي، هغه څه نه دي چې د افغانستان ولس یې هم وغواړي. له همدې امله د دا شان ټولنې جوړول، ساده نه دي. طالبان د لارې په سر کې اړ شوي چې له لرګي، چماق او حتی مرمۍ او زندان نه کار واخلي څو د ټولنې د طالباني کولو لپاره لومړني ګامونه اوچت کړي. په همدې حال کې ټولنه د دغه وضعیت پر وړاندې مقاومت ښيي. ډېر شمېر ښځې او نجونې د ښوونځیو او پوهنتونونو په آنلاین ټولګیو کې په ښوونه او روزنه بوختې دي یا هم له هېواده بهر د زده کړو د بورسیو د لاسته راوړلو لپاره برنامې په لاره اچوي. ښځې له یو نیم کال شدیدو ځورونو وروسته لا هم سړکونو ته راوځي او اعتراض کوي. خلکو نه له هېواده لاس اخیستي نه له خپلو حقونو نه. له بل پلوه، له طالب…