هغه سیاست چې په میراث راپاتې دی؛ د افغانستان د سیاسي فرهنګ بیاکتنه
هر مهال چې هڅه کوو د افغانستان د سیاسي ناکامیو لاملونه توضیح کړو، د اشنا توجیهاتو ټولګې ته مخه کوو: د جګړې لسیزې، بهرنۍ لاسوهنې، کمزوري بنسټونه، قومي او قبیلوي وېش او تنوع او مستبد واکمن چې د خلکو باور یې له منځه وړی دی. له دغو لاملونو هېڅ یو یې ناسم نه دی؛ خو ډېر لږ دا سخته پوښتنه...











