ګټه وټه

هند: چابهار پروژه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې ځانګړی ځای لري

هند: چابهار پروژه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې ځانګړی ځای لري

۸صبح، کابل: د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال ویلي چې چابهار بندر له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې مهم دی. دا څرګندونې ټایمز اف انډیا شنبه د غويي پر ۲۹مه د جیسوال له قوله لیکلې دي. نوموړي زیاته کړې چې دا پروژه د ټولې سیمې په ځانګړې توګه په وچه کې راګیر افغانستان او...

له پاکستان سره د ترینګلتیا د دوام ناوړه پایلې

طالبانو د تېر کال د صادراتو او وارداتو ارزښت ۱۰.۳ میلیارده ډالر ښودلی

۸صبح، کابل: د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان د صادراتو او وارداتو ارزښت ۱۰.۳ میلیارده ډالر و. نوموړې ادارې چهارشنبه د غويي پر ۲۶مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۷۷۷ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالر او د وارداتو اته میلیارده...

مولوي عبدالکبیر: هڅه کوو منځنۍ او سوېلي اسیا د رېل پټلۍ او سړک له لارې ونښلوو

مولوي عبدالکبیر: هڅه کوو منځنۍ او سوېلي اسیا د رېل پټلۍ او سړک له لارې ونښلوو

۸صبح، کابل: د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ازبکستاني پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې هڅه کوي منځنۍ او سوېلي اسیا د رېل پټلۍ او سړک پرمټ ونښلوي. د ارګ له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر یکشنبه د غويي پر ۲۳مه په کابل کې د ازبکستان د ترانسپورت وزیر الهام...

طالبان: «په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» پرانېستل شو

طالبان: «په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» پرانېستل شو

۸صبح، کابل: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت «په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» له پرانېستلو خبر ورکړی دی. نوموړي وزارت سه‌شنبه د غويي پر ۱۸مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي «په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ کور» پرانېستنه د دواړو لوریو ترمنځ...

رویټرز: طالبان د قزاقستان او ترکمنستان په همکارۍ په هرات کې یو لوژیستکي مرکز جوړوي

رویټرز: طالبان د قزاقستان او ترکمنستان په همکارۍ په هرات کې یو لوژیستکي مرکز جوړوي

۸صبح، کابل: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي چې له قزاقستان او ترکمنستان سره یې په هرات کې د لوژیستکي مرکز پر جوړولو هوکړه کړې. عزیزي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې چې پنجشنبه د غويي پر ۱۳مه خپره شوې، ویلي چې د دغې چارې موخه یې سویلي اسیا ته د روسیې د...

په هرات کې یو سوداګر د درمل جوړولو فابریکه جوړه کړې

په هرات کې یو سوداګر د درمل جوړولو فابریکه جوړه کړې

۸صبح، کابل: په هرات کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې یو سوداګر د درمل جوړولو فابریکه جوړه کړې ده. سرچینې وايي چې دا فابریکه «افغان مېدیسن» نومېږي او یکشنبه د غويي پر ۹مه پرانېستل شوه. د سرچینو په خبره، پر دې فابریکې څه باندې ۱۶ میلیونه امریکايي ډالره پانګونه شوې ده. سرچینو د «افغان مېدیسن» مسوولانو له...

د افغانستان بانک: په هېواد کې د انلاین صرافیو فعالیت منع دی

۸صبح، کابل: د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک یو ځل بیا اعلان کړی چې په هېواد کې د انلاین صرافیو فعالیت منع دی. نوموړي بانک دوشنبه د وري پر ۲۰مه په یوې خپرې کړې خبرتیا کې لیکلي چې تر اوسه یې کوم شخص یا شرکت ته د  انلاین صرافۍ د فعالیت جواز ورکړی نه دی. یاد بانک یادونه...

طالبانو له یو روسي شرکت سره د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې جوړولو تړون لاسلیک کړ

طالبانو له یو روسي شرکت سره د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې جوړولو تړون لاسلیک کړ

۸صبح، کابل: طالبانو ویلي چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویمې برخې جوړولو تړون یې لاسلیک کړی دی. د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا تړون پنجشنبه د وري پر ۹مه د اوسپنې پټلۍ ادارې او «ګاما» ګروپ په نوم روسي شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د خبرپاڼې په...

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک پروسږکال ۵.۲ میلیارده مندرس بانکنوټونه سوځولي

۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ویلي چې تېر کال یې ۵.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت مندرس (زاړه) بانکنوټونه راټول کړي او روسته یې سوځولي دي. نوموړي بانک یکشنبه د وري پر ۵مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغو پیسو پر ځای یې بازار ته نوي بانکنوټونه تزریق کړي دي. په خبرپاڼه...

د نړیوال بانک راپور؛ د صادراتو کمښت او اقتصادي پرځېدا

د نړیوال بانک راپور؛ د صادراتو کمښت او اقتصادي پرځېدا

طالبانو په څه باندې دوو کلونو کې پرلپسې ادعا کړې چې په افغانستان کې یې اقتصادي حالت ښه کړی او د پانګونې لپاره یې اسانتیاوې برابرې کړې دي. طالبانو په عامه اذهانو کې د پلان شویو اطلاعاتو په تزریق هڅه کړې د خلکو او نړیوالې ټولنې په وړاندې اقتصادي ناورین کم‌ارزښته وښيي. دا په داسې حال کې ده چې نړیوال...